مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان حکومت: هند دې په جلال اباد کې خپله قونسلګري یوې خوندي سیمې ته ولېږدوي

احمد فیصل
په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ تر بریدونه وروسته، افغان حکومت له هندي چارواکو غوښتي، چې دغه قونسلګري یوې خوندي سیمې ته ولېږدوي. د هندۍ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دغه غوښتنه د ننګرهار والي په کابل کې د هند له سفیر منپریت وهرا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا مهال په جلال اباد کې د هند قونسلګري د دویمې ناحیې اړوند د پاکستان کونسلګرۍ سره نږدې موقعیت لري. په وروستیو کې پر دې کونسلګرۍ بریدونه وشول، چې پکې ګڼو ملکي او دولتي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery