مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : د ( د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او د بشري ځواک د پرمختګ ) په نوم پروګرام پيل سو .

نسيم کندهاری
د امرِيکا پرمختيايي ادارې په کندهار پوهنتون کي ( د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا ) په نوم نوی پروګرام پيل کړ ، د پوهنتون اداره وايې چي په دې سره به فارغو محصلينو ته د دندو پيدا کولو په برخه کي هڅي چټکي سي ، خو ها خوا بيا محصلين تر فارغه کيدو وروسته د کار موندني په برخه کي د ستونزو څخه يادونه کوي تر لوړو زده کړو وروسته بې روزګاري هغه ستونزه ده چي له امله يې فارغ محصلين پر خپل زيار پښيمانه کړي دي ، په کندهار کي تر لوړو زده کړو وروسته په زياته پيمانه فارغه محصلين اوس هم بې دندو ګرځي او د زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي . دا محصلين وايې ، دلته سيسټم پر روابطو ولاړ دی ، مسلکيتوب ته پآملرنه نه کيږي ، وړتيا ته توجه کمه ده او يو شمير نوري ستونزي دي چي له امله يې دولتي او خصوصي سکتور دواړه د نه پرمختګ سره مخ دي . د محصلينو د دندي پيدا کولو دپاره په کندهار پوهنتون کي د کار موندني مرکز سته . دا مرکز فارغو محصلينو ته د کارموندني په برخه کي کار کوي . په دې مرکز کي نن د امريکا د پرمختيايي ادارې ( USAID) په مرسته د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او د بشري ځواک د پرمختګ پروګرام پيل سو ، د دې پروګرام مسوولين واېي ، چي له دې لاري محصلينو ته د مسلکي مهارتونو د لوړلو په موخه زده کړي ورکول کيږي ، څو له لاري يې محصلين د دندو په پيدا کولو وتوانيږي . د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير طوطاخېل وايې ، چي محصلينو ته د مسلکي مهارتونو زده کړي مخکي هم رواني وي او دا چي نوري هم پراخيږي د پرمختګ دپاره ښه ګام دی . نوموړي په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وويل ، چي د وروستي کال او همداراز فارغه محصلين دي له دې فرصتونو ګټه واخلي څو د دندي د دپيدا کيدو په برخه کي بريالي سي . هر کال د ټولو هيواد له پوهنتونونو لسګونه زره کسان فارغيږي ، خو وروسته د دندي په پيدا کيدو کي د زياتو ستونزو سره مخ وي ، شنونکي يې لاملونه د ضوابطو پر ځای روابطو ته ارزښت ، ناامني ، فساد ، د محصلينو مسلکي کمزوري او يو شمير نور څه ښيي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery