مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-17   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جنرال رازق : روسيې هم د طالبانو سره همکاري پيل کړې ده .

benawa afghanistan
لودين
جنرال عبدالرازق د سولې د خبرو هڅو ته په اشارې سره وويل ، چي په برخه کي د پاکستان همکارۍ ته په تمه کيدل هڅي تير ايستنه ده او پاکستان د طالبانو سره خپلي همکارۍ نوري هم زياتي کړي دي
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي د طالبانو د مالي او جنګي ملاتړ سرچيني زياتي سوي د او روسيه هم د طالبانو سره په همکاري تورنوي . نوموړي نن يوې خبري ناستي ته وويل ، چي پاکستان هم د طالبانو سره خپل همکاري زياته کړې ده او په دې وروستيو کې يې د طالبانو په فوځي همکاري د ډورنډ کرښې دې خوا ته پر ځمکني حاکميت بريدونه هم پيل کړي دي . نوموړي د خبريالانو د پوښتونو د ځوابونو په يوه برخه کي زياته کړه چي روسي هييت هم د طالبانو ليدني کتني کړي دي . جنرال عبدالرازق د سولې د خبرو هڅو ته په اشارې سره وويل ، چي په برخه کي د پاکستان همکارۍ ته په تمه کيدل هڅي تير ايستنه ده او پاکستان د طالبانو سره خپلي همکارۍ نوري هم زياتي کړي دي ، د هغه په ټکو چي پاکستان اوس طالبانو ته درني وسلې هم ورکوي . د نوموړي په خبره ، چي پاکستان د طالبانو په جنګي مرسته د ډورنډ کرښې دې خوا ته د افغانستان پر ځمکني حاکميت هم بريدونه کوي ، چي دوې پيښي يې ده چي دکندهارپه معروف ولسوالى کي پرافغان خاوره تر سره سوي بريدونه هم دي چي دوی يې مخه هم نيولې ده : امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ټينګار کوي چي د سولي د خبرو دپاره بايد لاره بدله سي ، نوموړی وايې چي تجربو د پاکستان نه همکاري ثابته کړې ده او په دې برخه کي پاکستان ته تمه کول د وخت ضايعه کيدل دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery