مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نېکولسن: پاکستان دې د افغان سولې پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي عمومي قوماندان له پاکستاني چارواکو سره د ډېورنډ فرضي کرښې پر امنیت او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړي. د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې؛ جنرال جان نېکولسن تېره ورځ هغه هېواد ته په سفر تللی دی. سرچینې زیاتوي، نوموړي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره د لیدنې پر مهال له هغه غوښتي، چې له طالبانو سره د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام او د ډېورنډ فرضي کرښې د امنیت په اړه له افغان لوري سره په ګډه کار وکړي. نېکولسن څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده پېل کړه. دا پاکستان ته په افغانستان کې د ناټو د قوماندان په توګه د هغه لومړنی سفر دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery