مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-22   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

افغانمل : د قانون ماتوني او زورواکۍ په وړاندي مي مبارزه کاري لمړيتوبونه دي .

benawa afghanistan
لودين
زابلي استازو بسم الله افغانمل ښه مدير وباله او زياته يې کړه چي تر نورو زيات د کار تمه ترې کوي .
د زابل دپاره نوی ټاکل سوی والي بسم الله افغانمل وايې چي په دې ولايت کي د قانون ماتونه ، اداري فساد ، زورواکي او خپل سري سته خو دی به يې په وړاندي خپل مسووليت تر سره کوي . بسم الله افغانمل دوې اونۍ مخکي د زابل دپاره نوی والي وټاکل سو او نن يي په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه . هغه د زابل د ولس يوې غونډي ته د زابليانو دپاره د کار ژمنه وکړه او هغوی يې دده سره همکارۍ ته را وبلل . ښاغلي افغانمل زابل تاريخي ولايت او زابليان ميړني قومونه ياد کړل ، نوموړي په جدي الفاظو په دې ولايت کي د زورواکۍ ، قانون ماتوني ، اداري فساد او خپل سرۍ په وړاندي د مبارزې او مخنيوي اعلان وکړ . د زابل ولسي استازو بيا مرکزي اداره په بې کفايتۍ تورنه کړه او وايې چې زابل ته يې نه خپل حق ورکړی دی او نه ورته توجه کوي ، هغوی د زابل د نوي والي څخه وغوښتل چي په دې برخه کي پوره کار وکړي او نوموړي ته يې د ګډ کار ژمنه ورکړه . زابل چي د سويل د وروسته پاته ولايتونو څخه دی او په هره برخه کي پريمانه کار ته اړتيا لري ، اوسيدونکي يې د هر نوي والي څخه د کار تمه لري خو نه کار کيږي او نه والي ښه مدير وي . زابلي استازو بسم الله افغانمل ښه مدير وباله او زياته يې کړه چي تر نورو زيات د کار تمه ترې کوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery