مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اردوغان: امریکا کې له اسلام څخه کرکه په ډېرېدو ده

احمد فیصل
د ترکیې ولسمشر وايي، د امریکا ولسمشرۍ ته د نوماندانو له لورې د اسلام ضد څرګندونو متحدو ایالاتو کې له اسلام څخه کرکه ډېره کړې ده. رجب طیب اردوان واشنګټن ته نږدې د یوه نوي مسجد او اسلامي مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې په غربي هیوادونو کې دې د ترهګریزو بریدونو ملامتي پر ټولو مسلمانانو نه اچول کیږي او نه هم د دغو بریدونو تر شا اصلي عاملین مسلمانان دي. هغه د اسلام پر ضد د امریکا د ولسمشرۍ کاندېدانو څرګندونو ته په اشارې وویل، چې په متحدو ایالاتو کې له اسلام څخه کرکه او وېره مخ پر ډېرېدو دي. د ویلو ده، چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د اسلام او مسلمانانو پر ضد تندې څرګندونې کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery