مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نېکولسن: سختو جګړو د افغان ځواکونو د روزلو مهالوېش اوږد کړ

احمد فیصل
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په ۲۰۱۵ کال کې سخته جګړه او د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی د دې سبب شو، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارې له ټاکلي مهالوېشه شاته پاتې شي. جنرال جان نیکلسن رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هغه مهالوېش، چې دوی د افغان ځواکونو د روزلو په موخه چمتو کړی و، د دغه هېواد امنیتي او دفاعي سرتېرو د تلفاتو د زیاتوالي له کبله عملي نه شو. ټاکل شوې چې جنرال نیکلسن د درېو میاشتو په لړ کې د حالاتو له جاج اخیستلو وروسته واشګټن ته خپل راپور وړاندې او امریکايي چارواکي یې له مخې افغانستان کې د خپور خضور په اړه پرېکړه وکړي. اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery