محمدحسن حقيار
د(تخنوم دې) تر سرليک لاندې دهېواد دتکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي محمد عارف ننګيار نااشنا طنزي ټولګه پدې وروستيو کې چاپ شوه .
دا دښاغلي ننګيار دوهمه طنزيه ټولګه ده، له دې مخکې دده د (هو صيب نه صيب) تر سر ليک لاندې بله ټولګه چاپ شوې وه .
دا نوې ټولګه څه باندې سل مخه لري او ٣٥ طنزونه پکې ځاى شوي دي، چې دنور دخپروونکې ادارې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر کې په ښکلي ډيزاين چاپ شوې ده.
دپښتۍ په لومړۍ مخ يې يو ښکلى، رنګه اوخندوونکى کارتون کښل شوى دى .
دننګيار نا اشنا درې نورې طنزيه ټولګي اوس چاپ ته چمتو دي، چې دامکان په صورت کې به چاپ شي .
محمد عارف ننګيار نا اشنا دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دکريمدادو د کلي اوسېدونکى ،٤٧ کاله عمر لري اوله ١٣٦٤ کال راهيسې طنزونه ليکي، چې دهېواد په ډېرو مشهورو اخبارونو، مجلو او مهالنيو خپرونو کې يې هر کله طنزونه چاپېږي .
ننګيار اوس په ازادۍ راډيو کې کارکوي او دګوړې اچار او دشمسو کيسو په نومونو دوه طنزيه راډيويي خپرونې چلوي .