مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کورنیو چارو وزارت: له ډېورنډ پورې غاړې د طالبانو ملاتړ افغانستان او نړۍ ته ګواښ دی

احمد فیصل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د وسله ‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لا هم له ډیورنډ کرښې هاخوا زرګونه دیني مدرسې فعالیت کوي، چې د افغانستان او نړۍ امنیت ته یو لوی ګواښ دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له خوا د «عمري» په نوم نوي پیل شوي عملیات د تېر په څېر یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده چې په وینا یې وسله وال له دې لارې خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکوي. هغه ویلي د حکومت تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې طالبان له ډیورنډ کرښې پورې غاړې د یوې ازادې فضا او زیاتو سرچینو درلودونکي دي. صدیقي زیاتوي، که د طالبانو دغه مدرسې او په کوټه او پېښور کې یې د رهبرۍ او پوځي شوراګانې له منځه یوړل شي، دا ډ‌له به بیا د دې توان پیدا نه کړي چې دسیسې جوړې او خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery