مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جاهد: د پاکستان د ممکنه بريدونو د غبرګون لپاره امنيتي مسؤلينو ته سپارښتنه شوې

احمد فیصل
د کورنيو چارو وزير ننګرهار ته په سفر کې اعلان وکړ چې د پاکستان د ممکنه بريدونو د غبرګون لپاره امنيتي مسوولينو ته د اجرااتو سپارښتنه شوې ده. ډګرجنرال تاج محمد جاهد ننګرهار ته په خپل سفر کې تاييد کړه چې د شمشاد زون، په ٧ ولايتونو کې د وسله والو تحرکات شته، خو دوی يې پر کابو کولو برلاسي دي. نوموړي د ختیځو ولایتونو پر ځينو سيمو د پاکستان بريدونو ته په اشارې وویل، چې په دې تړاو جګپوړو پوځي پلاوو له لعلپورې او ګوشتې ولسواليو ليدنه کړې او دفاعي ځواکونو ته اړینې سپارښتنې هم شوې دي. جاهد دغه راز په ختيځ کې د داعش پر وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "وسله وال چې هر څوک وي، زموږ دښمنان دي، داعش چې هر چېرته وي، پر ضد به يې مبارزه جدي وي او له منځه به يوړل شي."
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery