مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې افغانستان کې له اعدامونو سره مخالفت وښود

احمد فیصل
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري د شپږو وسله والو مخالفينو له اعدامېدو سره مخالفت څرګند کړی او وايي دا ډول اعدامونه له امنيت سره هېڅ ډول مرسته نه کوي. افغان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې پر بېلابېلو امنيتي پېښو او د ملکي کسانو په وژلو مجرم پېژندل شوي شپږ وسله وال مخالفين يې اعدام کړي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) پر دغو اعدامونو خواشيني څرګنده کړې ده. سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه باور لري، چې د دې درنې او سختې سزا عملي کول د خلکو له امنيت سره مرسته نه کوي. بلخوا اروپايي اتحاديې هم له يادو اعدامونو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړى او ويلي يې دي، چې د اعدام سزا غير انساني، ظالمانه او د انساني کرامت پر ضد کړنه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery