مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله والو پل علم کې پر یوې موسسې برید کړی

احمد فیصل
نامالومو وسله والو د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ماين پاکۍ د يوې مؤسسې پر دفتر بريد کړی او د اوو موټرو د سوځولو تر څنګ يې د دغې مؤسسې څلور کارکوونکي له ځان سره بيولي دي. ځايي سرچینې وايي، پېښه د پل علم اړوند التمور سیمه کې شوې ده. ویل کیږي، چې برید د جانوس په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې شوی دی. جانوس موسسه تر دې وړاندې په سټرلینک مشهوره وه، چې اوس یې په نوي نوم فعالیت پېل کړی دی. وسله والو د برید پر مهال د یادې موسسې اووه موټر سوځولي او څلور کارکوونکي یې له یوه موټر سره بیولي دي. وروستیو کې دا څووم ځل دی، چې د سټرلینک موسسې کارکوونکي په لوګر ولایت کې په نښه کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery