مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

غني: هغه شرکتونه چې د پروژو په تطبيق کې ځنډ کوي، جريمه به شي

احمد فیصل
ولسمشر غني د ملي تدارکاتو کميسيون غونډه کې ويلي، چې د پروژو په تطبیق کې د غیر موجه ځنډ په صورت کې پر شرکتونو له قانون سره سم نغدي جریمه تطبیقېږي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسیون اونیزه غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه. سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د لسو پروژو او تدارکاتي موضوعاتو په هکله د بحث په پایله کې یو شمېر پروژې تمدید او تایید شوې. خبرباڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د ملي تدارکاتو کميسيون یادې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، له دې وروسته که د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي، د قانون مطابق به پر شرکتونو نغدي جریمه عملي شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery