دخپریدو نیټه : 2016-07-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
موکرجي: هند له افغانستان سره د ترهګرۍ په له منځه وړو کې کلک ولاړ دی
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د هند ولسمشر پرناب موکر جي ویلي، هند د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ او کلک ملاتړی دی.
موکرجي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته پرون په یوه استولي پیغام کې د کابل د پنجشنبې ورځې پر پولیس محصلینو برید غندلی دی.
د کابل په په ځانمرګي بریدونو کې د ملي پولیسو شاوخوا ۳۵ نوي روزل شوي سرتېري په داسې حال کې ووژل شول چې په میدان وردګو کې د زده کړو د له پای ته رسولو وروسته د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته روان وو.
موکرجي په خپل پیغام کې دغه راز لیکلي: ((هند دا بې رحمانه برید په کلکه غندي او دا ښيي چې زموږ سیمه د تروریزم له لوري له لوی خطر سره مخ ده او دا خطر زموږ د سیمې امنیت، ثبات، سوله او پرمختګ ګواښي.))
ده همداراز ویلي: ((هند به د تروریزم د ټولو ډولونو پر ضد له افغانستان سره اوږه په اوږه ودرېږي. غواړم چې د کابل د بې رحمانه تروریستي برید په نتیجه کې د انسانانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړم.))
هند نه یوازې د افغانستان کلک سیاسي ملاتړی دی، بلکې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ځان د افغانانو د مهمو اقتصادي ملاتړ کوونکو تر څنګ درولی دی.
دغه هېواد له افغانستان سره تر ۲زره ميلیون ډالره زیاته مرسته کړې او د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې پروژې یې پلې کړې دي.