مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني پرون د کډوالو د ستونزو د حل په موخه له مېرمن فډریکا موګریني سره کتلي

احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غنی پرون ماسپښین د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني سره د افغان کډوالو د ستونزې د اساسي حل، بروکسل کنفرانس ته د روانو تیاریو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. ولسمشر غني وویل، د افغانستان نړیوال همکاران او متحدین باید د افغانستان شرایطو ته په پام د افغان کډوالو ستونزه په اساسي توګه حل کړي. هغه زیاته کړه، په زوره د کډوالو اېستل او ستنول د دغې ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی، نو د دې لپاره باید یو منظم پلان ترتیب او تطبیق شي. د اروپايي ټولنې استازې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي، د افغان کډوالو ستونزو ته باید قانوني لارې او دایمي حل لاره ولټول شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery