مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: امریکا، افغانستان کې جګړه اوږدوي

احمد فیصل
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر حضور د نیوکې تر څنګ وايي، چې په وارسا کې له شوو ژمنو ښکاري، چې دغه غرب په افغانستان کې سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري. دوی تر ۲۰۲۰م کاله د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، د جګړې د دوام په معنا بولي او په دې باور دي، چې تر یادې مودې به افغانستان د ناټو او امریکا په خوښه نا ارامه وي. سناتوران دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر آشټن کارټر کابل ته د سفر پر مهال وویل، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د عملیاتو بشپړ صلاحیت لري. دغه راز څو ورځې وړاندې ولسمشر اوباما اعلان وکړ، چې افغانستان کې ډېر شمېر امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery