مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کانګرس غړي: امریکا دې افغانستان د جنګي الوتکو په برخه کې د روسیې له اړتیا وباسي

احمد فیصل
د امریکا د کانګرس دوو غړو د اوباما پر ادارې غږ کړی، چې افغانستان د جنګي الوتکو په برخه کې د روسیې له اړتیا وباسي. د واشنګټن اګزامنر د راپور له مخې؛ ریچارډ بلومنتال او جاني ارنسټ اندېښنه ښودلې، چې افغانستان له روسیې د پوځي الوتکو غوښتنه کړې ده. دوی دواړو د امریکا دفاع وزیر آشټن کارټر ته په یوه لیک کې له نوموړي غوښتي، چې د افغانستان دغه غوښتنه د امریکا پر حکومت ورپوره کړي. سناتورانو له دې کبله هم اندېښنه ښودلې، چې امریکا څه موده وړاندې د افغانستان لپاره له روسیې د پوځي وسایلو د رانیولو غوښتنه کړې وه. دوی کاټر ته دا هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکا ځواکونو د را ایستلو د پالیسۍ په اړه کره مالومات ورکړي او د روسۍ الوتکو پر ځای افغان ځواکونو ته د امریکايۍ جنګي الوتکو ورکړې ته زمینه برابره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery