مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا د ۲۰۱۷ کال په پیل کې نوې جنګي هیلیکوپترې افغانستان ته لېږي

احمد فیصل
د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځیانو د صلاحیتونو له ډېرېدو وروسته امریکايی پوځیان غواړي چې شینوک هیلیکوپترې، د ملي ګارد پېلوټان او عمله افغانستان ته را ولېږي. د امریکا د پوځ د ویبپاڼې د راپور له مخې، د پوځ پېلوټان او عمله به د نیویارک له راچستر څخه د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې افغانستان ته ولېږل شي. د امریکا د ملي ګارد پېلوټان اوس د پوځ د پلي ځواک له ۲۷ قطعې سره په تعلیمي مرکز کې روزل کېږي. د نیویارک د راچستر هوايي قطعه له شینوک سي ایچ (47) (CH-47) ماډل الوتکو کار اخلي چې د افغانستان د غرنیو سیمو لپاره مناسبې دي. دا هیلکوپترې له ۳۳ تر ۵۵ ټنه جنګي وسایل له ځان سره لېږدولی شي. هغه پوځیان چې د دغه ماموریت لپاره روزل کېږي، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ پورې افغانستان ته لېږل شوي وو او په ۲۰۰۷ م کال کې یې په افغانستان کې په ډيرو هوايي بریدونو کې برخه اخیستې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery