مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کونړ کې یو قومي مشر وژل شوی

احمد فیصل
د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې يو قومي مشر د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، ویلي د ناړۍ قومي مشر حاجي مرسلين خان، خپل کور ته روان و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.قوماندان زیاتوي، مرسلين سخت ټپي شوى او د درملنې لپاره ننګرهار ته وړل شوى و، خو هلته يې ساه ورکړې ده. د هغه په وينا، له نوموړي سره په ډاټسن موټر کې درې تنه نور هم سپاره وو، چې هغوى سرسري ټپيان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery