مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کرزی: طالبان دې د سولې پروسې سره یوځای شي، چې د امریکا وتلو ته لار هواره شي

احمد فیصل
پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ، چې که موخه یې له افغانستانه د امریکا وتل وي، د سولې له پروسې سره دې یوځای شي. کرزي له آلمانۍ ټلویزیوني شبکې، دویچوله سره په مرکه کې ویلي، طالبان د همدې خاورې دي او ډېری یې په خپل هېواد افغانستان کې زېږېدلي دي. هغه پر دې ډلې غږ کړی، چې خپل هېواد ته راوګرځي او نور د بهرني استثمار له منګولو ځانونه خلاص کړي. حامد کرزي په ډاګه کړې، چې له افغانستانه د امریکا وتل، د سولې او خبرو اترو له لارې کیږي او له طالبانو یې غوښتي، چې که موخه یې د امریکا وتل وي، نو د سولې له پروسې سره دې یوځای شي. هغه له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په باب ویلي، چې افغانستان کې د جهاد تر بریالي کېدو وروسته اسلام اباد هیڅکله د کابل پر وړاندې سمه پالیسي غوره نه کړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery