مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

استازي: مخالفین د فراه د مرکز شپږ کیلو مترۍ ته رسیدلي

احمد فیصل
د فراه ولایت استازي وایې وسله وال مخالفین ددې ولایت د مرکز شپږ کیلو مترۍ ته رسیدلي دي. په ولسي جرګه کې د فراه استازي او د ولایتي شورا غړي وایې دا مهال د فراه د څلور ولسوالیو ډيره برخه د وسله والو مخالفانو په لاس کې ده او هلته یې د پوځي روزنې او جلب و جذب لوی مرکزونه جوړ کړي دي. د فراه استازي زیاتوي چې نه حکومت د فراه وضعیت ته پاملرنه کوي او ځایی چارواکي هم د وضعیت په خرابوالي او نورو ستونزو کې مستقیم لاس لري. خو د فراه والي بیا د فراه د وکیلانو ادعاوې بې بنسټه بولي. د نوموړي په وینا په پشت رود کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسله وال مخالفان نشي کولای چې مرکز ته کوم ګواښ پیښ کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery