مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شیراني: د افغانستان تعلیمي نصاب کې جهادي مواد د امریکا په غوښتنه شامل شول

احمد فیصل
د پښتونخوا یو عالم او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېراني وایي، چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې جهادي مواد د امریکا په غوښتنه شامل کړای شوي وو. مولانا شېراني زیاته کړې، هغه مهال د شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد د جګړې له پاره امریکا کرایي کسانو ته ضرورت درلود چې په دې توګه یې په پاکستان کې پېدا کړل. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې د جهادي موادو په اضافه کولو سره امریکا هوډ درلود، چې دغه هېواد کې افراطیت ته بنسټیزه پانګه برابره کړي. روزنامه پاکستان د نوموړي له خولې په سیمه کې د پاکستان رول ته په اشارې لیکلي،‌ چې پاکستان د نړیوالو له پاره د مزدورانو د چوک حیثیت لري او په وینا دغه هېواد په نړۍ کې د کرايي قاتلانو او د غلو او لوفرانو د کلي په توګه پېژندل کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery