دخپریدو نیټه : 2016-08-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان ملت ګوند: د تذکرو په اړه د اجرايي ریاست طرحه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
افغان ملت ګوند د برېښنايي تذکرو په اړه د حکومت د اجرايي رياست طرحه د اساسي قانون خلاف وبلله او د تذکرې له ضميمې سره يې د مخالفت په ښودو سره وغوښتل چې د تذکرې د کارت پر مخ بايد تذکرې اخيستونکي ته قوم او ملت وليکل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وکړو احوال د ثبت قانون شپږمه ماده کې راغلي: "د تابعيت تذکره د لاندې منځپانګې لرونکې ده:
١- د افغانستان ملي نښان بايد د تذکرې پر مخ د منځ برخه کې وي او ترې لاندې د تذکرې شمېره ذکر شوې وي، ښي اړخ ته يې په ترتيب سره ((د افغانستان اسلامي جمهوريت، د کورنيو چارو وزارت او د تابعيت تذکره)) عبارات ياد شوي وي او چپ اړخ ته يې په ترتيب سره د ((جمهورى اسلامى افغانستان، وزارت امور داخله و تذکره تابعيت" عبارات ليکل شوي وي.
٢- د تابعيت تذکرې ښي اړخ ته د هېواد په رسمي ژبو لاندې عبارات تحرير يا ليکل شوي دي:
((نوم، تخلص، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او فعلي استوګنځای او دين يادېږي.))
خو د حکومت اجرايي رياست ارګ ته يوه داسې طرحه ورکړې چې پر بنسټ يې د تذکرې د کارت تر څنګ يوه داسې ضميمه پاڼه هم وګړو ته ورکول کېږي چې د تذکرې اخيستونکي ځانګړتياوې لکه ملت، دين، مذهب، قوم او ژبه هم له تذکرې سره ضميمه کېږي.
اجرايي رياست اعلان کړى چې دا طرحه د ارګ او تمويلوونکو بنسټونو له لوري تاييد شوې او ټاکل شوې چې د تذکرو د وېش بهير بېرته له سره پيل شي، خو ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د اجرايي رياست طرحه د اساسي قانون د ٤مې مادې خلاف ده.
د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې د افغان ملت هر فرد ته د افغان کلمه اطلاق کېږي.
نوموړي وويل، د ضميمې وېش ته اړتيا نشته او بايد د تذکرې د کارت پر مخ د قوم او ملت کلمې ذکر شي.
د هغه په خبره، د وګړو د احوال د ثبت له قانون سره هم د خلکو مخالفتونه شته او ورسره حکومت ژمنه کړې چې د دين او ملت له يادونې پرته به برېښنايي تذکرې ونه وېشي.
نوموړي څرګنده کړه چې وروسته په تذکره کې د ملت د يادونې تر څنګ د قوم پر يادونه هم هوکړه شوې، خو دغه کار هم نه دى شوى.
هغه زياته کړه چې د برېښنايي تذکرو په اړه د اجرايي رياست طرحه د اجرا وړ نه ده او بايد حکومت د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې خنډ جوړ نه کړي.
د افغان ملت ګوند مشر له حکومته وغوښتل چې د تذکرو د وېش او ملي هويت موضوع د ناورين خوا ته يو نه سي، په اخلاقي جرئت او د ټولنې عيني واقعيتونو او تاريخي حقيقتونو ته په پام سره داسې تذکرې ووېشي چې د افغانانو ملي هويت څرګند کړي.
د نوموړي په خبره، که چېرته د خلکو او ګوندونوغوښتنو ته پاملرنه ونه شي، پراخ مدني لاريونونه به وکړي او وروستى مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي.