مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او باید بدیله لاره ولټول شي

احمد فیصل
شنونکي وایي، د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او اوسنیو اختلافاتو ته په پام ولسمشر او اجرایه رییس د حکومت راتلونکې چارې پر مخ نه شي وړلی او باید د نظام د پایښت لپاره بدیلې لارې ولټول شي. د حکومت د اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري پر ولسمشر غني وروستیو توندو نیوکو د حکومت دننه له هغو ژورو اختلافاتو پرده پورته کړې چې په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلي وو. عبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر غني پر خپل سر پرېکړې کوي او په ګومارنو کې د ده نظر له پامه غورځول کېږي. ټاکل شوې وه چې دواړو مشرانو د اختلاف د حل په موخه پرون په ارګ کې سره لیدلي وای، خو د ناڅرګندو لاملونو له مخې یاده ناسته لغوه شوه. عبدالله عبدلله پرون د جمعیت ګوند او خپل ډلې له مخکښو غړو سره لیدنې وکړې او د اجرایه ریاست د معلوماتو له مخې په دې لیدنو کې د عبدالله ملګرو د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی. د عبدالله عبدالله له توندو څرګندونو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه دریځ د دولتدارۍ د اصولو خلاف وباله او په وینا یې د ډاکتر عبدالله پر څرګندونو به جدي او موثر بحثونه وشي. ارګ دا هم وویل چې د جمعیت ګوند د خپلې کنګرې د دایرولو په درشل کې دی او ښایي د ډاکتر عبدالله عبدالله په تړاو تازه پرېکړه وکړي. حقوقپوهان او سیاسي شنونکي وایي، د ملي یووالي حکومت له جدي سیاسي بحران سره مخ دی او د عبدالله وروستۍ څرګندونې هم ښيي چې ژور اختلاف تر سیاسي رقابته پورې رسېدلی دی. د دوی په خبره، د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او که د نظام په جوړښت کې بدلون رامنځ ته نه شي، ښايي حکومت خپله پنځه کلنه دوره پوره نه شي کړای. حقوقپوه عبدالمصباح سبحان وايي چې دغه اختلافات د حکومتولۍ پر چارو منفي اغېزې کوي. د افغان ملت ګوند مشر او د چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاده وايي د حکومت مشران د خپل شخصي شهرت په خاطر په خپلو کې سره اخته دي او دا کار ښايي افغانستان ډېر زیان ورسوي. د هغه په وینا اړتیا ده چې په حکومت کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي او واک یو کس ته ولېږدول شي. د شنونکو په باور، اوس مهال چې افغانستان له تر ټولو کړکېچن حالت څخه د تېرېدو په حال کې دی، د اجرایه رییس او ولسمشر ترمنځ به د واک پر سر دغه تازه ناندرۍ هېواد د یوبل بحران پر لور سم کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery