مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عبدالله: که زما پر ځای بل څوک وای، دوې ورځې به یې له غني سره ګوزاره نه وای کړې

احمد فیصل
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله له خپلو سیاسي پلویانو سره ژمنه وکړه، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې به جدي وي او تر دې وروسته په دې اړوند هیڅ راز تېروتنه نه کوي. نوموړي په سپیدار ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په لړ کې یې ګڼې ستونزې زغملي او په وینا یې که د ده پر ځای بل څوک اجرایه رییس وای، له ولسمشر غني سره به یې دوې ورځې هم ګوزاره نه وای شوې. عبدالله یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې به هیڅ راز تېروتنه نه کوي او زیاتوي، پوهیږي، چې پلویان یې د ده صبر او حوصلې ستړي کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery