مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-02   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي

احمدالله سمون
د افغانستان جنوبي ولايت هلمند چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سړک غاړې ماين چاودنه له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل سوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک په وينا، چاودنه له غرمې مخکې د لښګرګاه په بولان کې سيمه کې سوې ده. ښاغلی ځواک وايي چاودنه د ولسي خلکو پر يوه زرنج ډوله رېکشا سوې، چې "څلور ماشومان، دوې مېرمنې او يو بل کس په کې وژل سوي" دي. ځينې راپورونه ښيي چې په دغه چاودنه کې د يوې کورنۍ ۱۱ تنه وژل سوي دي. چارواکي وايي ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای سوی و خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له ناامنه ولايتونو څخه ګڼل کېږي، چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په کې ګڼې نښتې رامنځ ته سوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery