مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-02   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ ملکیان وژلي

Ahmadullah Samoon
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي په لښکرګاه کې د طالبانو له خوا د یوه ځای پر ځای سوي ماین په چاودنه کې نهه ملکیان وژل سوي دي. د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا ملکیان د شنبې په ورځ له مارجې نه لښکرګاه ته روان و چې په لار کې یې د سپرلۍ زرنج رکشا په ماین ختلې او ټول وژل سوي دي. د بیان له مخې په وژل سویو کې دوه ښځې،درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي. د هلمند مطبوعاتي دفتر طالبان د دې خلکو د وژنې عاملین بولي او وايي چې دا ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوی و. وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery