مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د قضآءِحاجت د ضرورت په حال کي لمونځ کول :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر   (۴۷۴)  .

  مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   : 

محمد علي  يوسفزئ /پاکستان / صوبه خيبر پختونخوا  .

ستر عالم علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې محترم مشر خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  . له محترم مولانا صاحب مي پوښتنه داده چي کله کله يو چا ته د قضاء حاجت ټينګ ضرورت وي او انسان په تکليف وي ليکن پر دغه سربيره له دغه حالت سره لمونځ وکړي ، نو ددغه لمانځه څه حکم دئ  ؟ خدائ مو ژوندي او مُوفق لره  آمين  .

 

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! پداسي حالت کښي چي انسان ته د قضاء حاجت شديد او سخت ضرورت وي لمونځ کول مکروه تحريمي دئ  ، نو که څوک د لمانځه د شروع په حال کښي وي او که يې لمونځ شروع کړئ وي  بايد له قضاءِ حاجت څخه ځان فارغه کړي او بيا لمونځ وکړي  او کې پدغه حالت کښي لمونځ پسي پوره کړئ نو ګنهګار دئ ،  البته د لمانځه د قضاکيدو په صورت کښي (يعني چي وخت لږ وي ) پداسي حالت کښي لمونځ کول بېله کراهته درست او صحيح دئ  .

[ قال في الخزائن  : سواء کانَ بعدَ شروعه او قبله ، فان شغله قطعها ان لم يخف فوتَ الوقتِ ، وان أتمها أثم الخ  (رد المحتار ج۱ ص ۶۴۱)  ]  .
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery