Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دامام حسين دجنګ عوامل له یزیدسره :
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۹۳)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي: عبدالحميد کندهار
عاليقدرابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : سيدناامام حسين رضي الله تعالي عنه چي له يزیدسره په جنګ کښي مبتلاکېدونوددې علت وو
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
محترمه ددې مختلف علتونه وو اول علت داووچي دکوفې اوعراق خلګوبېحسابه خطونه وامام حسین ته راولېږل چي امت مسلمه له دغه طوق لعنت څخه دیزیدوژغوره دلته راسه چي بیعت دسره وکړو،دوهم علت یې داووچي یزید بې کفایته فاسق اوشراب خوراو په اخیره درجه ظالم وو حتی ډېرعلماء یې کافربولي پرته له شیعه وواوځیني یي په ایمان کي شکمن دي ،دریم علت یې کوم چي شیعه خویقینی بولي اوداهل سنت علماووهم ځینوپه کي ذکرکړیدۍ هغه داچی معاویه صاحب له امام حسن سره داتړون کړی ووچي له ما څخه وروسته به خلافت ستاوي اوکه ته نه وې بیابه دحسین وي ـ
صاحب د نبراس په نبراس کښي چي دشرح عقائد ډیره معتبره شرحه ده په پنځه سوه څلويښتمه صفحه کښي داسي فرمايلي دي :
(وههنا بحث من الاشکالات القوية وهوان الحسين بن علي رضي الله عنهما خرج علی يزيد مع ان معاوية رضي الله عنه نصبه وبايَعه الصحابة )
ترجمه : له قوي سوالو څخه دلته يو سوال دادئ چي حضرت معاوية يزيد دخلافت لپاره وټاکۍ
اوصحابه وو بيعت ورسره وکړ، سره له دي امام حسين پرده باندي خروج وکړ، اودده په مقابل کښي ودريدئ ،بيا صاحب د نبراس دعلماووله طرفه ددي مختلف جوابونه ذکرکړيدي چي په هغوۍ کښي یې ځیني ضعيف هم بللي دي .
اول جواب په دي ډول دئ .
(واجيب بان وجوب طاعة هذالشقي علي بضعة النبي صلي الله عليه وسلم غير معقول)
اودوهم جواب یې په دې ډول ذکرکړئ دئ چي دامام حسین رضي الله تعالی عنه اجتهاد دافيصله وکړه چي ديزيد خلافت صحيح نه دئ ځکه چي امام حسن رضي الله عنه چي کله ومعاويه ته خلافت ورتسليموئ نوپر حضرت معاويه باندي یې دا شرط کيښودئ چي دی به دمرګ په وخت کښي وخپل اولاد ته خلافت نه سپاري بلکي واهل شوری ته به یې پريږدي ، پاته سوه داخبره چي ځيني صحابه وو لکه عبد الله بن عمر له مخالفت څخه ديزيد خلګ منعه کول نودا ددوۍ اجتهاد ؤ اوامام حسين په خپله ځان ته مجتهد ؤ اوديوه مجتهد حکم پربل مجتهد باندي نه لازميږي .
دريم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي حضرت امام حسين ديزيد وطرفدارانوته وويل چي ماويزيد ته ورولئ چي زه بيعت ورسره وکړم نوديزيد طرفدارانو له د ي څخه منعه وکړه اوود ته یې وويل چي ته بله چاره نلري بي له دي چي قتل سي .
څلورم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي ښایې چي امام حسين ته دي ديزيدکفر په ثبوت رسيدلي وي اوپرامام دمسلمانانو باندي خوخروج ترهغه پوري ممنوع دئ چي له ده څخه کفرنه وي صادرسوي، اوله يزيد څخه داسي شعرونه هم رانقل سويدي چي دده پرکفرباندي دلالت کوي چي له جملي دهغوۍ څخه يوشعردادئ چي دشرابو په باره کښي یې ويلئ دئ چي.
فان حرمت يوماً علی دينِ اَحمدِ فخذها علی دين مسيح ابن مريمِ .
اودارنګه په هغه ورځ چي دحضرت امام حسين سرمبارک یې وده مردودته راوړئ ،نوده يوڅوشعرونه وويل چي ده هغوۍ له جملي یوبيت په دي ډول ؤ .
لَست من حذف ان لم اَنتقم من بَنِي احمد ماکان فعَل .
مولانابحرالعلوم په شرحه دمسلم الثبوت کښي ذکرکړيدي :
ان يزيد کان من اَخبَثِ الناس وکان بعيد بمراحل من الامامةِ بل شک في ايمانهِِِ خَذَله الله .
پنځم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي يزيد چي خليفه کيدئ لا فاسق ؤ نوپه دي وجه دده دخلافت انعقاد صحت نه درلودئ يعني لکه چي دجمهورو علماووداقول دئ ماسوی له احنافو .
صاحب داعلاء السنن داعلاءالسنن په دوولسم جلد شپږسوه اواتلسمه صفحه کښي په دي اړه داسي ذکرکړيدي :
وحجة الجمهور ان قيامهم ليس بمجرَد ِالفسق بل لما غير من الشرعِ وظاهر من الکفر .
يعني دجمهورو علماوودليل دادئ چي دامام حسين اودابن زبير اودمديني دخلګودريدل په مقابل کښي دبني اميه اوديزيد اودارنګه دتابعينو ديولوۍ جماعت اودصدراول خروج پرحجاج بن يوسف باندي خالي ددوۍ دفسق په وجه نه وو بلکي په دي وجه ؤچي دغو ظالمانوپه شرعي احکامو کښي تغير کړئ ؤ اوکفرورڅخه ښکاره سوئ ؤ .
اوهمدارنګه صاحب داعلاء السنن په مذکوره صفحه کښي ذکرکړيدي :
الائمة الذين خرجوا علی يزيد والحجاج لعلهم ظنوا من انفسهم القدرة علی خلعهما لکثرة من بايعهم علی ذالک فقدبایع علی يد مسلم بن عقيل للامام حسين بن علي عددکثير من اهل کوفه تزيد عدتهم علی اربعين الفا ، وقدورد في الحديث :
« لن يغلب اثنا عشر الفا من قلة اذااِجتمعت کلمتهم » وسئل مالک افيسعنا التخلف عن مجاهدة من بدل الاحکام؟ فقال : انکان معک اثناعشر الفا مثلک لم يسعک التخلف، والا فأنت في سعة منه کما قدمناه في باب الفرار من الزحف،، فلم يکن خروجهم خلاف الأجماع ولاخلاف السنة، ولکن أوتوا من قِبل اصحابهم ، فلم يکونوا کما ظنو ااولا ماأملوا لم تکن کلمتهم مجتمعة ولاهمتهم متحدة ، ولم يکونواصادقين فيما أظهروا من الحب لأهل البيت والعزم علی الجهاد في الله واقامة دعائم الاسلام کما لايخفي علی من مارس التاريخ ووقف علی سيرة الشيعة من اهل الکوفة وغيرهم، فالمکرشعارهم والغدر دثارهم والله الموفق .
هم دارنګه صاحب داعلاء السنن په ص۶۶۱ کښي ليکلي دي :
لاینبغي لمسلم ان يحط علی من خرج من السلف الصالح من العترة وغيرهم علی ائمة الجور فانهم فعلو ذالک باجتهاد منهم وهم اتقی لِله واطوع لسنة رسول الله من جماعة ممن جاء بعدهم من اهل العلم ولقد افرطَ بعض اهل العلم کالکراميه ومن وافقهم حتی حکموا بان الحسين السبط رضي الله عنه وارضاه باغ علی يزيد بن معاوية فيالله العجب من مقالاتٍ تقشعِر منهالجلود و يتصدع من سماعها کل جلمود . هکذافي نيل الاوطار عن الفتح ۷/۸۴
خلاصه دمطلب داده چي خروج دامام حسين رضي الله تعالي عنه پريزيدظالم باندي برحق ؤ او يزيدظالم پرباطل باندي ؤ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ