Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
پریزیدباندی دلعنت ويلوحکم :
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۹۴)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي:. نعيم ، له هرات
مفتي صاحب السلام عليکم ، زماسوال دادئ : پريزيدباندي لعنت ويل راودي اوکه يا
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
وعليکم السلام محترمه پر يزيد باندي د لعنت ويلو د جواز په باب د علماوو او امامانو د أهل السنت والجماعت نظرونه :
مختلف دي .
په خلاصه کښي چي په حنفي فقه کښي خورا معتمد کتاب دئ ، او دارنګه په احيآء العلوم کښي د امام حجة الإسلام ابو حامد غزالي داسي ذکر دي چي پر يزيد باندي او دارنګه پر حجاج بن يوسف باندي لعنت ويل روا ندي ؛ ځکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) پر هغو خلګو باندي له لعنت ويلو څخه منع کړېده کوم چي لمونځونه کوي او له أهل قبلې څخه وي .
او ځينو علماوو د أهل السنت ، لکه امام ابن الجوزي ، امام أحمد بن حنبل ، قاضي ابو يعلی وغيره بيا په دې نظر دي چي علی الإطلاق پر يزيد « ملعون» باندي لعنت ويل جائز دي .
امام ابن جوزي په دې باره کښي مستقل کتاب جور کړئ دئ او په دې نامه سره يې مسمی کړئ دئ : الرد علی المتعصب العنيد المانع عن ذم يزيد .
او امام أحمد بن حنبل (رح) بيا په دې آيت سره دليل نيولئ دئ چي الله (عز وجل) فرمايلي دي :
فهل عسيتم إن توليتم أن تُفسدوا في الأرض و تقطعوا أرحامکم الئک الذين لعنهم الله .
او قاضي ابو يعلی په دې مبارک حديث دليل نيولئ دئ چي ر سول ( عليه الصلوة والسلام) فرمايلي دي :
مَن أخافَ أهلَ المدينةِ أخافَه اللهُ و عليه لعنة الله والملئکة و الناس اجمعين .
( انظر النبراسَ و لمزيد التفصيل البداية والنهاية ج ۸ ) .
او علامة التفتازاني ( رحمه الله تعالی) په شرح العقايد کښي د « قول فيصل » په ډول داسي فرمايلي دي :
و الحق أن الرضا يزيد بقتل الحسين (رض) و استبشاره بذلک و إهانته أهل بيت النبي (صلی الله عليه وسلم) مما تواتر معناه و إن کان تفاصيله احادًا ، فنحن لا نتوقف في شانه بل نتوقف في ايمانه ، لعنة الله عليه و علی انصاره و علی أعوانه .
البته د أحنافو د علماوو ميلان و دې طرف ته دئ چي پر يزيد باندي بايد لعنت ونکړ سي ، لکه چي د خلاصې خبر درته ذکر سوه .
په « رشيد بيان » کښي لا هم داسي راځي :
لعنت مکړه پر يزيد چي له رفضه شې بعيد
صاحب د نبراس په ص۵۵۴ کښي په دې اړه خورا په زړه پوري تحقيق کړئ دئ .
ابن تيمية په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي د يزيد په اړه خلګ درې ډلي دي : يوه ډله يې کافر بولي ، بله ډله يې فاسق او فاجر بولي او بله ډله يې تر حضرت أبوبکر هم بهتر بولي ، خو صحيح خبره داده چي د مابين په قول عمل وکړ سي .
والسلام و من الله التوفيق ،
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ