Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
ديزیدپه باره کي بايدڅنګه عقيده ولرو؟
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۹۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتيه: حبیبه تنها ـ
علامه ابوالفضل صاحب روغ اوجوړواوسي ، زماستاسوله حضورڅخه يوه سوال دئ هغه داچي ديزیدپه باره کي موږڅرنګه بايدعقيده ولرو؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
محترمي د يزيد په باب به ځيني أهم او ضروري داسي تفصيلات درته ذکر کوم چي د أهل السنت والجماعت له عقيدې سره موافق او د أهل السنت د علماؤ له معتبرو کتابو څخه مأخوذ دي . نوله هغه څخه به داخبره ترلاسه کړې چي دیزیدپه باره کي څنګه عقېده ولرو ـ
محترمي !
يزيد په ۲۵هــ او چا ويلي دي چي په ۲۶هــ او چا ويلي دي چي په ۲۸هــ کي پيدا سوئ دئ ، او له خپل پلار معاويه څخه وروسته يې درې کاله او يو څو مياشتي امارت کړئ دئ ( کذا في جامع الأصول ) .
کوم قبيح او ناروا کارونه چي يزيد کول هغه په دې شرحه دي :
د شرابو چښل ، ارتکاب د زنا ، استحلال د محارمو ، د الله (جل جلاله ) د بيتې بې ادبي کول ، د مسجد نبوي بې احترامي کول وغيرها ( کذا في النبراس وحاشيته ) .
خو دغه ټول کارونه دده و درو عقل حيرانونکو فسادو ته دده ( العياذ بالله) لکه عبادت داسي ښکاره کيږي :
اول : په کربلا کښي د حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) په شمول دده مبارک د کورنۍ او مخلصينو ۷۳ نفره په داسي ډول په شهادت رسول چي د کافر زړه يې هم نسي برداشتولائ ، او بيا د امام حسين سر مبارک پريکول ، بيا دده و حضورته وروړل ، او يا دده مبارک سر د حلقې او مجلس په منځ کي چښل چا و خوا شراب ورته چښل لکه چي تفصيل يې په تيره برخه کښي تير سوئ دئ .
دوهم : کله چي د مدينې منورې خلګ دده په مقابل کښي ودريدل ، نو ده و خپل فوج او عسکرو ته پر مدينه باندي د حملې کولو حکم ورکړ ، او دايې ورته وويل چي درې ورځي مدينه و تاسي ته حلاله ده ، هر څه چي په مدينه کښي کوۍ درته اجازه ده ، چي په نتيجه کښي يې ۱۰۰۰ ښځي د مدينې د اوسيدونکيو ددوۍ له زناکارۍ څخه حملداري سوې ، سره له دې چي په مدينه منوره کښي د أصحاب کرامو کورونه هم موجود ول .
دريم : د عبد الله ابن زبير ( رضي الله عنه) په مقابل کښي د الله (جل جلاله) پر حرم او کعبه شريفه باندي و خپل فوج ته حکم ورکول او بيا هغه تر سره کول ( انظر البداية والنهاية ، تاريخ طبري وغيره )
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ