Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-06 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
له قران څخه تلاوت بهتردئ اوکه له يادڅخه :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۵۰۰) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : فاطمه زهراء ــ د قرآن حافظه / پاکستان /پشتونخوا .
د افغانانو د سر تاج ستر مذهبي عالم علامه أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، له محترم مولوي صاحب څخه ځما پوشتنه داده چی د کوم چا چي قران پاک په ياد وي نو ايا په ياد تلاوت کول يې ثواب لري او که قران کريم ته په کتلو سره يې ثواب زيات دی ؟ د جواب په انتظار
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
کچيري حافظ حفظ د قرآنکريم پوخ کړئ ؤ ، او د حفظ د پخيدو پخاطر يې تلاوت نکوئ بلکي د ثواب په نيت يې کوئ ، نو بيا دَئ بايد په خپل ځان کښي وګوري چي ايا دَئ چي په ياد قرآنکريم وايي نو توجه ، حضور ، خشوع او عاجزي يې په تلاوت کښي ډيره وي ، او که يې په هغه صورت کښي خشوع او عاجزي ډيره وي چي و قرآنکريم ته ګوري او تلاوت يې کوي ، او کې په دواړو صورتو کښي حضور او عاجزي بې تفاوته دئ ؟
په اخيري صورت کښي له قرآنکريم څخه تلاوت کول أفضل دئ ؛ ځکه چي اجتماع (يوځائ والئ) د دوو عبادتو راځي : اول نظر و قرآنکريم ته او دوهم تلاوت .
او په اولو دوو صورتو کښي بيا هغه صورت أفضل دئ چي په هغه کښي دده د زړه حضور او د بدن خشوع او عاجزي ډيره وي .
[طحطاوي ج۱ ص ۲۸ ، ۲۹] .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ