مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ولي اولادپه نسب کي دپلارتابع وي؟

دارالأفتآء أبوالفضل


فتوی نمبر (۵۰۷) .

 مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتي  :  سيمن خان  /جرمني  .

علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ... ستاسي دروغ صحت او د لاموفقيت په هیله ،  قدرمنه پوښتنه مي داده چي اولاد ولي په نسب کي د پلار تابع ګرځي  ددې شرعي دليل څه دی او عقلي وجه يې کومه ده ؟

الجواب و هو الملهم للصواب  :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره ! ددې خبري چي اولاد په نسب کښي په پلار پسي ځي يو دليل دا قول د الله (جل جلاله) دئ چي فرمايي : «وعلی المولودِ له رزقُهُنّ...» يعني او لازم دئ پر هغه چا باندي چي دده دپاره د وَلد ځوکړه سوېده (چي پلار دئ) رزق او نفقه د ښځو  .
پدغه قول کښي الله پاک پلار مَولود لَه بللئ دئ ، يعني چي ولَد دده دپاره ځيږول کيږي ، نو له دې څخه په صراحت سره دا معلومه سوه چي وَلد تابع د پلار دئ  .
او بل شرعي دليل يې دا قول د رسول (صلی الله عليه وسلم) دئ چي فرمايلي يې دي : «کل سبب و نسبٍ منقطعٌ يومَ القيامة الا سببي و نسبِيْ ، وکل وُلدِ آدم فان عصبتهم لأبيهِم ، ماخلا وُلدِ فاطمة فاني أنا أبوهُم و عصبتُهم»  [رسالة العلم الظاهر في النسب الطاهر للشامي : ص ۵] .
...........................................
او عقلي دليل يې دادئ چي د کوچني د بدن هډوکي ، پلې او رګونه کوم چي د بدن اساسي أجزآء دي د پلار له اوبو څخه پيدا کيږي ، او حُسن جمال ، چاغوالئ او ډنګروالئ يې (کوم چي عارضي شيان دي) د مور له اوبو څخه پيدا کيږي   .
[أنظر أحکام القرآن ج۲ ص ۲۳۵]  .    
والسلام  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery