فتوی نمبر (۵۲۶) .
________________________________________
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه: مينه له کانادا
سلامونه دي و ټولو ته ورسيږي.
که د غسل د فرضونو په هکله معلومات راکړي چي ولي خوله،پزه او ټول وجود شامل دي،
وسلام
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خوري ددې پوښتني جواب په يوه طريقه سره په تېروفتواووکي تېرسوئ دئ اوداخبره دي ستاسوپه يادوي چي په شريعت کي وموږته داهدايت دئ چي مسلمان بايددشرعي احکامودپټوحکمتوپه لټه کي نسي؛ځکه چي دشريعت ډېرداسي حکمونه سته چي دهغوعلتونه په عقل نسي معلومېدلائ نودغه لټون اخيروانسان ته په اسلام اوپه ايمان کي دشک سبب ګرځي ـ
ستادپوشتني په باب مختصردادرته وايم چي شرعي کتابونه په دې باره کښي داسي ليکي چي په اوداسه اوپه غسل کښي خواول قياس داتقاضاکوي چي په اوداسه ياپه غسل کي صرف هغه ځاي بايدپریولل سي له کوم څخه چي نجاست خارج سي ـ
اوپه دوهمه درجه کي بياددې مقتضي دئ چي دبې اودسې په صورت کي هم انسان بايدټول بدن پرېمنځي که چيري دهغه ځاي په پريوللواکتفاءونکړه سي چي نجاست ورڅخه راوتلئ دئ خوشريعت په اوداسه کي دحرج په وجه دټول بدن پرېمنځل نه دي فرض کړي اوپه غسل کي یې فرض کړي ديـ
په غسل کي يوعلت داهم دئ چي کله چي انسان جنسی نزدیکت کوی نوپه دغه وخت کي دانسان ټول بدن په دې کارسره لذت اخلي نوکله چي له انسان څخه که نروي که ښځه دنطفې خروج په شهوت سره راسي نوګواکي دده له ټول بدن څخه خروج دنطفې راغلئ نوځکه پرده باندي دټول بدن پرېمنځل فرض ګرځي ـ
اوخوله اوپزه نه په کامل ډول دبدن له باطن څخه بلل کيږي اونه په کامل ډول دبدن له ظاهرڅخه بلل کيږي نوپه دې وجه په اوداسه کي دواړه دبدن له باطن څخه شمېرل سوي دي نوځکه يې پرېولل فرض نه دئ اوپه غسل کي دبدن له ظاهرڅخه بلل سويدي نوځکه ئي پريولل فرض بلل سويدي
دمجامعت په وخت کي دنطفې راوتل دنورناپاکویاپاکوموادودراوتلوپه ډول نه دي بلکي نطفه له ځانه سره نادرخصوصیتونه لري ـ
په مرقات ج۱ص۱۴۹کي له ابن مسعودرضي الله تعالي عنه څخه روايت سوئ دئ چي کله چي له نارینه څخه دښځي ورحم ته نطفه ورداخله سي اوالله پاک ددې اراده کړېوي چي له دغې نطفې څخه يوانسان پيداکړي نودغه نطفه دښځي په پوست کي سره والوځي ترداسی اندازې پوري چي ترهرورېښته اوترهرنوک لاندي ددغي نطفې يوه ذره قرارونيسي بيادغه نطفه په دغه شکل څلويښت ورځي وي اوله څلويښتوورځووروسته دوینی په شکل بيرته ورحم ته راکښته سي ـ
،[ریاض السنن مرقات وغیره]
والسلام ومن الله التوفيق ـ