مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

کوم کارونه په اوداسه کي مکروه دي :؟

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوی نمبر(۵۲۷)



 مفتي   :
  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتيه ذاکره ـ
دانبياوووارث لوي زاهداوعلمي اواسلامي شخصيت علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
زه هم يوسوال لرم چي زه ستاسووحضورته بې پېش کړم ـ
سوال:په اوداسه کي مکروه کارونه کوم کوم کارونه دي ترڅومسلمان ځان ورڅخه وساتي اوداوداسه له فيوضاتومحروم نشي،والسلام ـ

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ـ

قدرمنه خورې په اوداسه کي مکروه شیان  شپږدي،تفصيل يې په لاندي ډول سره دئ:

(۱):مکروه داوداسه په اوبوکي اسراف کول دي،يعني اوبه ترحدزياتي کارول ـ
(۲):مکروه داوداسه په اوبوکي ترحدکمي کول  دي په دې ډول چي سره له ډېروالي دابواودس کوونکي اوبه دونه کاره وي چي  سنت یامستحب کارونه په اوداسه کي ورڅخه پاته کېږي ـ
(۳):مکروه دمخ پريوللوپروخت پرمخ باندي په زوراوتيزي سره اوبه پاشل دي ـ
(۴):مکروه په اوداسه کي له خلګوسره بې ضرورته خبري کول دي ـ
(۵):مکروه په اوداسه کي بې عذره له بل چاکومک غوښتل ـ
(۶):مکروه دادئ چي پرسرباندي درې واره مسح وکړي اودهروارلپاره جلاجلااوبه را واخلي ـ 
عربي عبارت :
مکروهات الوضوءـ
تکره الامورالاتية في الوضوءـ
 (۱):ان يسرف في استعمال الماءفي الوضوءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۲):ان يقترفي استعمال الماءفي الوضوءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۳):ان يضرب الوجه بالماءـ
ـــــــــــــــــــــ
(۴):ان يتکلم بکلام بالناس ـ
ـــــــــــــــــــــ
(۵):ان يستعين بغيره ـ فان کان به عذرفلابأس بالاستعانة ـ
ـــــــــــــــــــــ
(۶):ان يمسح الرأس ثلاثاويأخذکل مرةماءجديدـ
[الفقه المیسرص۳۴،۳۵]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery