Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دخلګودجګړودحل اوفصل اسماني ځنځير:
فتوی نمبر (۵۲۸)ـ
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: SALIM KHAN/JARMANI
زماپوښتنه داده چي دمدعي اودمدعي عليه په منځ کي چي به قاضي فيصله يادمدعي دبينې په وجه کوي اويادمدعي عليه ديمين په وجه په اسماني دين کي ددغه قانون تروضع کېدوله مخه يوه بله لارهم موجوده وه دشخړي دحل اوفصل دپاره اوکه يوازي هم دغه لارديمين اودبینې وه بله سابقه نلري ـ والسلامــــ ـــ
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په ځيني کتابوکي داسي راغلي دي چي دداودعليه السلام په زمانه کي پرصخره باندي دبين المقدس کومه چي په منځ کي دبيت المقدس قرارلري يوځنځيرله اسمان څخه راځړې دئ چي ددغه ځنځيرپه توسط به فیصلې کېدلې په دې ډول چي ددوونفروبه سره دعوه سوله نوبه ودغه ځاي ته راغلل اوودغه ځنځيرته بې لاس وروغځوي نودهرچاولاس ته چي به دغه ځنځيرراکښته سواودغه ځنځيربې ونيوئ نودادليل ووپردې چي دغه سړي پرحق دئ
اودچاولاس ته چي به نه ورورسېدئ ورته راکښته به نسو نودادليل پردې باندي ووچي داسړي پرناحقه دي ـ
بياديوه سړي دفریب اومکرپه وجه داځنځيربيرته ورک سواودفيصلودپاره دقيامت ترورځي پوري بينه ،شاهدان،اوقسم،یمین، مقررسول ـ
دمذکورمکراوفریب بيان له لاندي عبارت څخه اخذکړئ ـ
وقيل دليت من السماء سلسلة في أيام داود عليه الصلاة والسلام عند الصخرة التي في وسط بيت المقدس وكان الناس يتحاكمون عندها فمن مد يده اليها وهو صادق نالها ومن كان كاذبا لم ينلها إلى أن ظهرت فيهم الخديعة فارتفعت وذلك أن رجلا أودع رجلا جوهرة فخبأها في مكانه في عكازة ثم أن صاحبها طلبها من الذي أودعها عنده فأنكرها فتحاكما عند السلسلة فقال المدعي اللهم إن كنت صادقا فلتدن مني السلسلة فدنت منه فمسها فدفع المدعى عليه العكازة للمدعي وقال اللهم إن كنت تعلم إني رددت الجوهرة إليه فلتدن مني السلسلة فدنت منه فمسها فقال الناس قد سوت السلسلة بين الظالم والمظلوم فارتفعت بشؤم الخديعة وأوحى الله تعالى إلى داود عليه الصلاة والسلام ( أن أحكم بين الناس بالبينة واليمين ) فبقي ذلك إلى قيام الساعة،
[المستطرف ج۲ص۱۹۹]
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ