مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په مسجدکي ومړي ته لمونځ ورکول:

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوی نمبر (۵۲۹)ـ 



 مفتي   :
  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتي: احمدي سنګریار

- محترم  مولو ي  صاحب  السلام  علیکم  ورحمة الله  وبرکاته !

یوه  پښتنه  لرم  هغه  دا  چي   د مړه  جنازه  ومسجد  ته  وروړل  ممنوع  ده  او  که  صرف  لمونځ   په  مسجد  کښې  ورکول  مکروه  ده .

او  دوهمه  پوښتنه  داده  چي  په  مسجد  حرم  کښې  ولې ورمرده ګانو ته   لمونځ  ورکول  کیږې .

او  دریمه  پوښتنه  داده  که  چیرې  یوځای  تنګې  وې  یعنې  خالی  میدان  نه  پیداکیږې  مثلا  ښهر  وې  او  خالی  ځای  نه  وې  ، نو  دا  جواز  لرې  چي  ومړه  ته   په  مسجد  کښي   لمونځ  ورکړل  شې محمد

الجواب ومنه الصواب :


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره!,ستادپوښتنودجواب په ارتباط دڅلوروامامانوترمنځ څه ناڅه اختلاف موجوددئ دامام احمدبن حنبل رحمه الله تعالي مسلک دادئ چي په مسجدکي جنازه داخلول په دې شرط چي دمسجددملوث کېدلواودککړېدلواحتمال نه وي مباح اورواکاردئ اوکه ددې احتمال ووچي دجنازې په سبب به مسجدپه يوشي چټل سی نوبياومسجدته جنازه داخلول اولمونځ ورکول ناروادئ ـ
اودامام شافعي صاحب مذهب دادئ چي په دې شرط چي دمړي په وجه دمسجدله ملوث کېدواوککړېدوڅخه اطمنان موجودوي چي مسجدنه ملوث کيږي نوبياپه مسجدکي ومړي ته لمونځ ورکول مستحب کاردادئ،دوئ په دې حديث سره دليل نيسي چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم وسهل اوسهيل رضي الله تعالي عنهماته چي دبيضاء زامن ووپه مسجدکي دجنازې لمونځ ورکړ،لکه چي دمسلم په «ج۲،ص۶۶۹،طـ عيسي الحلبي»کي په روايت دعائشې رضي الله تعالي عنهاسره داحديث موجوددئ .
اوامام مالک رحمه الله تعالي ويلي دي چي:زه مکروه ګڼم داچي جنازه په مسجدکي کښېښوله سي،البته که جنازه له مسجدڅخه دباندي وي اودځائ دتنګئ په وجه ځيني خلګ په مسجدکي دجنازې په لمانځه کي په امام پسي ودريږي نوباک نلري.
اودامام اعظم ابوحنيفة رحمه الله تعالي مذهب په دې باره کي دادئ چي په هغه مسجدکښي کوم چي دجنازې دلمانځه دپاره تيارسوئ وي ومړي ته لمونځ ورکول اودجنازې ورداخلول هيڅ باک نلري.
اوکوم مسجدچي په هغه کي دجماعت لمونځونه کيږي لکه عام مسجدونه زموږنوپه داسي مسجدوکښي ومړي ته لمونځ ورکول بې عذره مکروه تحریمي دئ عام له دې څخه که مرده اوخلګ ټول په مسجدکي وي اوکه مرده له مسجدڅخه دباندي وي اوخلګ په مسجدکښي وي اوکه مرده په مسجدکي وي اوخلګ دباندي وي ـ
البته که بل ځائ نه وئ اوياکوم بل عذر وي نوبياومسجدته دجنازې داخلول اوياومرده ته په مسجدکي لمونځ ورکول بې له مکروه والي صحيح دئ .
اوپه کوم صورت که چي لمونځ ورکول مکروه  دي نوهلته له مکروه څخه په صحيح قول مکروه تحریمی مراددئ.
اوپه حرم شريف کښي چي خلګ  ومرده ته لمونځ ورکوي نوددې يوه وجه داده چي هلته دځائ تنګي ده اوبل حرم شريف ځان ته خصوصيت لري،اوبل هغه خلګ خوحنفي مذهبه نه دي بلکي هغه تقريبااوس غیرمقلدين دي،موږمخکي درته ذکرکړه چي دامام شافعي صاحب قول هم دادئ چي ومړي ته په مسجدکي لمونځ ورکول مستحب دۍـ
___________________
ابن عابدين/۱/۶۱۹،الهندية/۱۶۲/۱،المدونة/۱۶۱/۱،الشرح الصغير/۲۲۹/۱،غاية المنتهي/۲۴۰/۱،الفقه علي المذاهب/۴۱۲/۱،کفاية الفتي/۱۰۵/
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery