Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-27 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د نکاح قسمونه :
دارالافتاءابوالفضل.
فتوي نمبر (5۳۴)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي: جليل قادر
وقدرمن عاليقدرمولاناابوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زماپوښتنه داده چي نکاح عام له دې که شرعي نکاح وي که غيرشرعي نکاح په شريعت کي پرڅوقسمه ده؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
دفقه شريفي په کتابوکي دنکاح ۱۱قسمه ذکردي چي تفصيل يې په لاندي ډول دئ:
۱نکاح اصلي ۲،نکاح وکيلي،۳نکاح فضولي،۴نکاح موقوف۵،نکاح باطل،۶نکاح فاسد۷نکاح متعه۸نکاح موقت،۹نکاح شغار،۱۰نکاح معلق،۱۱نکاح نهاریه ـ
کومه نکاح چي ددووشاهدانوپه حضورکي وسي داډول چي يوووايي چي ماستاسره نکاح کړېده اوبل ووايي چي ماقبوله کړېده ودېته فقهاءکرام نکاح اصیلي وايي ـ
اونکاح وکيلي ودېته وايي چي يوسړي وبل سړي ته ووايي چي زمانکاح له فلان:کۍ ښځي سره وکړه،بياهغه ددووشاهدانوپه حضورکښي دهغه نکاح وکړه فقهاءودېته نکاح وکيلي وايي ـ
دنکاح اصیلي اونکاح وکيلي په منځ کښي دافر ق هم دئ چي په نکاح اصیلي کي داشرط وي چي شاهدان به دايجاب اوقبول ددواړوالفاظ اوري اوپه نکاح وکيلي کي داشرط نه دئ بلکي په نکاح وکيلي کښي فقط دايجاب الفاظ اورېدل ضروري دي ـ
اونکاح فضولي دېته وايي چي يوڅوک و يوچاته بې له دې چي هغه وکيل کړيوي ديوې ښځي سره نکاح وروتړي بياچي کله هغه سړي خبرسي نوزباني اجازت ورکړي ياوښځي ته يې زيوريامهروغيره ورولېږي کله چي داشيان وښځي ته ورسېدل نونکاح وتړل سوه،دېته فقهاءنکاح فضوليـوايي
اونکاح موقوفه ودېته وايي چي صحيح والې اوفاسدوالئ يې له زوجینوپرته دنوروتراجازې پوري موقوف وي ـ
نکاح باطل ودېته ويلي کيږي چي ذاتااووصفاغيرمشروع وي،لکه له محرموسره نکاح کول ـ
اونکاح فاسددېته وايي چي ذاتامشروع وي اووصفاغيرمشروع وي،يعني په نکاح کي دنکاح له شرطوڅخه يوشرط نيستي شي مثلانکاح بې شاهدانووسي،دېته فقهاءنکاح فاسدوايي ـ
نکاح متعه ودېته وايي چي يوڅوک وښځي ته ووايي چي زه له تاڅخه دونه موده ددونه مال په بدل کښي نفع اخلم،دېته فقهاءنکاح متع وايي ـ
نکاح موقت دېته وايي چي يوسړي ددووشاهدانوپه حضورکښي نکاح وتړي خودمعلوم وخت دپاره،دېته فقهاءکرام نکاح موقت وايي ـ
دنکاح موقت اونکاح متعه په منځ کي دافرق دئ چي په نکاح موقت کښي دتزوج لفظ ذکرکيږي اوپه نکاح متعه کښي دتزوج لفظ نه ذکرکيږي،اوبل فرق يې دادئ چي نکاح موقت دشاهدانوپه حضورکښي وي اونکاح متعه دشاهدانوپه حضورکښي نه وي ـ
اونکاح شغارودېته وايي چي يوه ښځه دبلي ښځي په بدل کي په نکاح کړه ي سي کومه چي په پښتوکښي ورته مخئ وايي ـ
اونکاح معلق ودېته وايي چي يوسړي نکاح په دې شرط وکړي چي که فلاني کاروسونوماله فلانۍ سره نکاح ک ړیدهـ
اونکاح نهاريه ودېته وايي چي يوسړي په دې شرط نکاح وکړي چي دورځي به ستاسره يم اودشپې به ځم ـ
نکاح موقت نکاح متع ه نکاح معلق په اسلام کي ناروادي اونکاح نهاریه اونکاح شغارصحیح ده خوشرائط يې باطل دي ـ
کمافي حاشية الکنز:ص۹۹نقلاعن العيني وفتح القديرـ
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ