مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

کله چي لمردمغرب لخواراوخيږي نوانسانان به ترڅو..

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوي نمبر (۵۳۶)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
: مستفتي:صالح،کندهارـ
وعاليقدرمولوي صاحب ته دزړه له کومي سلامونه وايم،زماپوښتنه داده چي هغه وخت چي لمردمغرب له طرفه راوخيږي کوم چي دقيامت له غټوعلاموڅخه ده نوله د ې
څخه وروسته به څونه موده خلګ په ز مکه کښي ژوندکوي؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه وروره!په دې باره کښي په شريعت کښي قاطع دليل وجودنلري البته دځيني رواياتوله مخي دغه موده به چي تايې پوښتنه کړېده يوسل اوشل(۱۲۰)کاله وي،اودځيني رواياتوله مخي به دغه موده سل(۱۰۰)کاله وي،يعني وروسته له دې څخه چي لمرپرخلګوباندي دمغرب له طرفه دالله(جل جلاله)په حکم راختل پيل کړي نوله دې وروسته به بياتراول شپېلئ پوري يوسل اوشل(۱۲۰)کاله موده وي اويابه سل(۱۰۰)کاله موده وي ـ
روايتونه په دې شرحه دي:
اخرج ابن ابي شيبة في المصنف عن الهيثم بن الاسود:قال:خرجت وافدافي زمان معاوية فاذاعنده عبدالله بن عمر،فقال لي عبدالله:من انت؟فقلت:من اصل العراق،قال:هل تعرف ارضافيکم کثيرةالسباخ يقال لهاکوثي،قلت:نعم،قال:يخرج منهاالدجال،ثم قال:يبقي الاشراربعدالاخيارعشرين ومأة سنة لايدري احدمن الناس متي يدخل اولهاـ
واخرج ابن ابي شيبة عن عبدالله بن عمرقال:يمکث الناس بعدطلوع الشمس من مغربهاعشرين ومأةسنة،واخرج نعيم بن حمادفي الفتن مثله ـ
واخرج نعيم بن حمادعن کعب قال:اذاانصرف عيسي مريم والمؤمنون من یاجوج وماجوج لبثواسنوات راواکهيئة الهرج والغبارفاذاهي ريح قدبعث الله تعالي لقبض ارواح المؤمنين،فتلک اخرعصابة تقبض من المؤمنين ويبقي الناس بعدهم مائة عام لايعرفون ديناولاسنة ،يتهارجون تهارج الحمرعليهم تقوم الساعة ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery