فتوي نمبر (578)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
: مستفتيه:جمیله
محترم افتخاری عالم ابوالفضل صاحب السلام علیکم
زماپوښنتنه داده چي دقسموپه اړه څه شرعي معلومات راکړې چي مسلمانانوته څه ناڅه په دې باره کي شرعي معلومات حاصل سي
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خورې په شريعت کښي دحنفي فقهي له رويه قسمونه څلورقسمه دي(۱)يمين حق،حق قسم(۲):يمين غموس،غموس قسم(۳):يمين لغو،،لغوقسم،)۴(يمين منعقده،منعقده قسم.
حق قسم وديته ويل کيږي چي پريوه تېرکارباندي چي سوئ وي ديوضرورت په وجه يوسړي قسم وکړي په دې ډول چي يوسړي ووايي چي زمادي قسم وي چي داکارسوئ دئ،داحق قسم ځکه بلل کيږي چي له واقع سره مطابق دئ،صادق اورښتيادئ.
دغموس قسم دادئ چي يوسړي مثلاپريوه سوي کارباندي قسم وکړي چي داکارنه دئ سوئ سره له دې چي دده ښه داپيادهم وي چي داکارسوئ دئ،دغه قسم ته ځکه غموس ويل کيږي چي دغموس معني ده ډېرغوټه ورکونکئ دغه ډول قسم هم قسم کونکي ته په دنياکي په ګناکي غوټه ورکوي اوپه اخرت کي بياپه دوږخ کښي،زموږدامام صاحب په نزددغه ډول قسم کفاره نلري بلکي پردغه قسم کونکي توبه فرض ده چي له دغي ګناڅخه توبه وکاږي.
اويمن لغووهغه قسم ته ويل کيږي چي مثلاپريوه داسي کارباندي سړي قسم واخلي چي هغه کارپه واقع کي سوئ وي په دې ډول چي زمادي قسم وي چي داکارنه دئ سوئ خودَيْْْ په خپل فکر اوپه خپل علم کښي صادق وي؛ځکه دده په فکرکښي داوي چي داکارنه دئ سوئ،دغه ډول قسم نه په دنياکښي کفاره لري اونه په آخرت کښي عذاب لري بلکي دغه ډول قسم عفوه دئ دارنګه داهم په يمين لغوکي داخليږي چي بې قصداوبې اختياره دسړي له خولې څخه پريوشي باندي قسم راووځي.
اويمين منعقده ودېته ويل کيږي چي په راتلونکي يوکارباندي مثلاسړي قسم وکړي چي زه به دغه کارکوم اويایې په نه کولوباندي قسم وکړي چي زه به داکارنکوم،بيانوکه دغه سړي دخپل قسم مطابق هغه کاروکړيايې نه وکړنوبياپرده باندي نه ګناسته اونه کفاره،اوکه يې دکارپه کولوباندي قسم کړئ وو اوبيايې هغه کارونکړاويايې پرنه کولوباندي ديوکارقسم کړئ وو بيايې هغه کاروکړنوبياپرده باندي کفاره لازميږي،علي التفصيل في الفقه.
معدن الحقائق شرح کنزالدقائق،وغيره.
والسلام ومن الله التوفيق ـ