مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-02-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له لمانځه وروسته په اجتماعي ډول دعاکول:

دارالأفتآء أبوالفضل .


فتوی نمبر (۵۸۱) .

مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: عبدالمصور

برادران مومن و مسلمان اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
با عرض احترام بشما علما کرام سوالی داشتم به ارتباط دعا بعد از نماز جماعت که دعا بعد از ختم نماز فرض صورت گیرد یا بعد از سنت البته در فق حنفی کدام یک حکم دارد.

                                                     

   الجواب و هو الملهم للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

                   
محترمه کوم فرض چي دهغه وروسته سنت وي نوزموږدحنفي مذهب مطابق دهغه فرضووروسته صرف«اللهم انت السلا..ترپايه»ويل کيږي نوري دعاګاني دفرضواودسنتوپه منخ کي بايدنه وسي بلکي نوري دعاګاني که په هيئة انفرادي سره وي اوکه په هيئت اجتماعي سره له سنتوڅخه وروسته بايدوکړې سي.
في الهدية العلائية التي هي خلاصة نخبة الکتب  المقدمةصـ۵۹:ويستحب للامام بعدالسنة ان يستقبل الناس ويستغفرون الله العظيم ثلاثاويقرءون آية الکرسي والمعوذتين ويسبحون الله ثلاثاوثلثين ويحمدونه کذالک ويکبرونه کذالک ثم يقولون لااله الاالله وحده لاشريک له له الملک وله الحمدوهوعلي کل شيءقديرثم يدعون لانفسهم وللمسلمين رافعي ايديهم ثم يمسحون بهاوجوههم.اه ـ
له اجتماعي دعاڅخه ډېر بې مذهبه خلګ انکارکوي اوځيني مذهبي خلګ بياپه دې باره کي افراط کوي نوپه دې باره کښي به مکمل تحقيق ديوبل وروردپوښتني په جواب کښي درته راسي.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery