Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-02-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دحديث:«کنت نبيا..»تشريح:
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوی نمبر (۵۷۳) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: احمد،کندهار
حضرت مولاناابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته الله پاک موموفق لره.
زماپوښتنه داده چي ددغه مبارک حديث مطلب څه دئ چي«کنت نبيا وادم بين الروح والجسد»ځکه ښکاره معني ددې حديث خوداده چي:زه په علم دخدائ کښي نبي وم په هغه ورځ کښي چي ادم په منځ کښي دروح اودجسدوو نوپه دې کښي دامشکل راځي چي په علم دخدائ پاک کښي خوپه دغه وخت کښي هرنبي نبي وو؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه ددغه مبارک حديث په توجيه اوپه تفسيرکښي بيل بيل قولونه رانقل سوي دي،ځينويې په دې ډول تفسيرکړئ دئ چي مراددادئ چي هغه وخت چي دآدم عليه السلام تخليق کېدئ نودالله(جل جلاله)په علم اوپه تقديرکښي داخبره وه چي محمد(صلي الله تعالي عليه وسلم)به په خپل وخت کښي نبي ګرځوم،خوامام سبکي(رحمه الله تعالي)دغه قول په دې سره ردکړئ دئ چي دالله(جل جلاله)په علم اوپه تقديرکښي خودهرنبي په باره کښي داخبره وه چي دي به نبي کيږي نوبياپه دې سره دده مبارک خصوصيت له کومي لاري ثابت سو.
اوځينوعلماووددغه حديث مرادپه دې ډول ذکرکړئ دئ چي دانساني نوعي ترتخليق له مخه الله پاک ملأاعلي،مقرب ملائکه اوعام ملائکه اوساکنان دعرش اودملکوت دده په دې خبرکړي ووچي محمد(صلي الله تعالي عليه وسلم)زما رسول اومحبوب اوزماخليل دئ اواسمانونه اومځکي اوجنت اودوږخ له وجي دده ماپيداکړي دي نوپه نبوت سره له مخه ترتخليق دآدم(عليه السلام)دَيْ مبارک په عالم ملکوت اوپه ملائکه ووکښي مشهوروو،يعني دنورونبيانوپه باره کښي وعالم ملکوت ته کومه اطلاع نه وه ورکړه سوې دايوازي دده مبارک خصوصيت وو که څه هم په علم دخدائ پاک کښي خودټولوانبياوودنبوت فيصله موجوده وه.
اوچايې په دې ډول تفسیر کړئ دئ چي دده مبارک روح چي اول مخلوق دئ له مخه ترخلقت دآدم بالفعله به نبوت سره مشرفه سوې وه اوبل نبي ته دغه خصوصيت نه ووحاصل.
اوځينوعلماووداسی ويلي دي چي دده روح وارواحانوته دنورونبيانوپه نبوت سره مبعوثه سوې وه.
دارنګه له دې جملې څخه نورهم ډېرقولونه سته ـ
[انظرخصائص الکبري/۱والفتح/۲۳].
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ