مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دالهام دپوښتني جواب؛

دارالافتاءابوالفضل +


فتوۍ نمبر(58۷)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي: محمد نور الهام

محمد نور الهام لومړی خو سلام او احترام وړاندی کوم .
چیرته چې زه کار کوم ، تول راسره دشیعه مذهب وروڼه دی ، کله کله دوی له ماسره بحث کړی چی سنی مذهب بهتره دی او که شیعه . په هر صورت ، تیره ورځ مې یوه ملګری ته چې له لمانځه کولو وروسته می ورسره بحث شروع کړو ، هغه په دی موضوع چې ولې شیعه خلک سنت لمونځ نه ادا کوی ، آیا امام صادق صاحب هم سنت لمونځ نه کولو ؟ آیا د سنت لمونځ په دایمی ترک انسان نه کافر کیږی؟
او په لمانځه کی ولې سنی مذهبه پښې وینځي او شیعه مسحه کوی ...... دوی تاکید کوی چې سنی وروڼه په دې ځای کی خطاکوی چون په قرآن کریم کی هم راغلی دی چې باید مسحه وشی .
هیله لرم چې ځواب به راکړی

 

الجواب ومنه الصواب.

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره په اوداسه کښي دپښودپرېمنځلوپه باره کښي ځيني علماءډېرمذهبونه ذکزکوي خوپه حقيقت کښي په دې باره کښي صرف دوه مذهبه دي،يومذهب داهل السننة والجماعة دئ چي اصحاب الظواهراواصحاب دڅلورومذهبودي اوياصرف دڅلورومذهبوتابعداران دي ـ
اوبل مذهب دروافضواوشیعه ګانووروڼودئ ـ
زموږداهل السنة والجماعةدټولوعلماووپه نزدبه اوداسه کښي دپښويرېمنځل فرض ـ دی
اوداهل التشییع په نزد په اوداسه کښي دپښوپرېمنځل  نسته بلکي پرپښنوباندي مسه کول فرض ده .
دوئ په دې سره دلیل نسي چي داوداسه په آيت کښي د«وارجلکم»لفظ د«رؤسکم×پرلفظ باندي عطف دئ نولکه څرنګه چي پرسرباندي مسه کيږي نوپرپښوهم بايدمسه وسي.
زموږعلماءودوئ ته يوجواب په دې ډول ورکوي چي د«ارجلکم»په لفظ کښي دوه قراېته راغلي دي:
يوقرائت دنصب ذئ چي عبارت دې له زورڅخه دلام په«ارجلکم» کي پردغه تقديرباندي .رؤسکم پرلفظ باندي نسي عطف کېدلائ بلکي د«وجوهکم»پرلفظ باندي به عطف کيږي،نولکه څرنګه چي دمخ پرېمنځل فرض دي نودپښوپرېمنځل هم بايد فرض سي اوبل قراءت دجردۍ چي عبارت دئ له زېرڅخه دلام د«ارجلکم» پردغه تقديرنوداکېدئ سي چي پر«رؤسکم»باندي عطف سي نوبه په اوداسه کښي دپښووظيفه پرپښوباندي مسه کول سي
نوڅرنګه چي دلته دوه روايتونه راغلي دي نوبايدددواړوپه منځ کښي تطبيق وکړسي اودتطبيق صورت يې داۍ چي دنصب قرائت به محمول سي پرهغه صورت باندي چي دانسان موزې نه وي په پښو.
اودجرقرائت به محمول سي  پرهغه صورت باندي چي دانسان موزې په پښووي.
اودوهم جواب زموږعلمااووپه دې ډول ورکړئ دئ چي د«ارجلکم»لفظ پرتقديردقرائت دجرهم پر«وجوهکم»عطف دئ،اوجرصرف د«ررؤسکم»دجوارپه وجه ورکړسوئ دئ.
اودريم جواب اهل السنة په دې ډول ورکړئ دئ چي دجرقرائت شاذدئ اودنصب قرائت متواتردئ نواعتباردنصب وقرائت ته دئ.
اودنصب يه صورت کښي د«ارجلکم»لفظ تر«فاغسلوا»لاندي کيږي نه تر«وامسحوا».
اوڅلورم جواب دادئ چي دپښوپه پرېمنځلوکښي ډېرحديثونه له نبي عليه الصلاة والسلام څخه په ثبوت رسېدلي دي چي دحديثوپه معتبرکتابوکښي راغلي دي،لکه بخاري،مسلم،ترمذي وغيره.
دلته که داسوال وکړسي چي که دپښوپرېمنځل فرض واۍنوبيابه الله پاک ولي د«ارجلکم»لفظ له وامسحوابرؤسکم»څخه وروسته ذکرکولائ نوددې جواب دادئ چي دارجلکم«دلفظ د وروسته ذکرکېدويووه وجه داده چي له مسح دسرڅخه وروسته پښې پرېمنځلي کيږي.
اوبله وجه يې داده چي پرپښوباندي کله کله مسح  کول هم جائزګرځي يعني په هغه وخت کښي چي سړي موزې په پښوکړي په دې باره کښي نورهم زيات تحقيق سته خوکوم چي ذکرسوهغه دلته کفايت کوي.انظرالحلبي الکبیروالریاض ومعارف السنن وعيني شرح بخاري  ودرس ترمذي وغيره.

والسلام ومن الله تعالي التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery