Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-01 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دعبدالروف دپوښتني جواب؛
فتوۍ نمبر(58۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي:عبدالروف
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
دهرڅه د مخه یوځلی بیا ومحترم مولوی صاحب او د بینوا سایټ وټولو غړو او رهبریت ته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.پاک خدای ج د وکړی چه ستاسو به د صحت جامی په تن وی.زما یوه ګیله ده هغه داچه ماډیرځلی سوالونه کړی خو تراوسه پوری د هیڅ یو سوال جواب راته ندی نشرشوی نه پوهیږی چه زموږ سوالون بیخایه دی او که څنګه؟؟
او دادی بل سوال ستاسو وحضورته وړاندی کوم.
که چیری یو مسلمان د ځپل ټول عمر د ښو اعمالو ثوابونه د حضرت محمد ص او دخپلی مور یا پلار وروح ته ور وبخښی،ایا پدی سره به دهغه کس څخه دهغه دښو اعمالو ثوابونه کم یا ورڅخه واخستل شی؟؟؟
خدای پاک دی وکړی چه جواب یی راته راکړی
الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره په دغه ذکرسوي کارسره ستاپه ثواب کښي هيڅ کمبوت نه راځي بلکي نوردي بناپرصحيح قول باندي ثواب ډېريږي.
په دې اړه موږپه تېروځينوفتواګانوکښي مستنداومعتمدتفصیل کړئ دئ،اودوهم ځل به بیاانشاءالله په خپل نوبت په دې اړه تفصيل سره له دلائلودځينونوروپوښتنوپه جواب کښي درته نشرسي.
والسلام
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ