دارالافتاءابوالفضل.
فتوی نمبر(58۸)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي:نصیرجلال اباد.
زماپوښتنه داده چي په ټولوخلګوکښي په اخيره درجه دشقاوت اودبدبختي خاوندان کوم خلګ دي؟
اوايادغه خلګ مخکي تېرسوي دي اوکه به له دې وروسته راځي.
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
محترمه وروره دځینواحادیثوله رویه په انسانانوکي ترټولولوی بدبختان درې کسان دي اوهغه نارینه دي اوپه مخکی زمانوکي تيرسوي دي (۱) قذاردصالح علیه السلام داوښي قاتل(۲)قابیل دآدم علیه اسلام زوي(۳)قاتل دعلي رضی الله عنه.
روي الطبراني عن عبدالله بن عمررضي الله تعالي عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم:«اشقي الناس ثلاثة:عاقرناقة ثمود،وابن ادم الاول الذي قتل اخاه ماسفک علي الارض دم الالحقه منه اثم لانه اول من سن القتل ، وقاتل علي بن ابي طالب رضي الله تعالي عنه»اوکماقال النبي صلي الله تعالي عليه وسلم.).
له عبدالله ابن عمررضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم فرمايلي دي چي ترټولوډير بدبخته خلګ درې خلګ دي:۱:صالح عليه السلام داوښي وژونکي(:۲)اول زوئ دآدم عليه السلام کوم چي خپل وروريې قتل کړ،اوپرمځکه هيڅ وينه نه توييږي مګرچي په ګناکې دَي ورسره شریک ګرځي؛ځکه چي دي اول هغه څوک دئ چي دقتل بنياديې ایښئ دئ.
اودریم دسيدناعلي رضي الله تعالي عنه قاتل دئ.
والسلام ومن الله التوفيق.