مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دخوب رښتیاکیدل پنځوست کاله ځنډېدلای سي؟

دارالافتاءابوالفضل.


فتوی نمبر(5۹۰).

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته


مستفتيه:سلیمه کراتشی.


ولوئ عالم دافغانستان دسرتاج  علامه صاحب ته نيکی هیلی اوسلامونه وړاندي کوم:
زه یوه پوشتنه لرم هغه داچي يوڅوک خوب وويني نودغي رښتيآکېدل يې څومودې پوری ځنډېدلائ سي؟

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
ګرانه وروره!
دخوب رښتياکېدل ترپنځوستو(۵۰)کلوپوري لاځنډېدلائ سي.
ابن عبدالبر(رحمه الله تعالي) په«بهجة المجالس»کښي ذکرکړيدي چي له حضرت امام جعفرصادق (رضي الله تعالي عنه)
څخه پوښتنه وسوه چي ترڅومودې پوري دخوب رښتياکېدل ځنډېدلائ سي؟نوده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل چي پنځوس کاله ځنډېدلائ سي؛ځکه چي نبي کريم(صلي الله تعالي عليه وسلم) په خوب کښي وليدل چي يوابقع سپی دده مبارک(صلي الله تعالي عليه وسلم)ويني چښي،نوده مبارک د خپل دغه خوب معنی په دې ډول وکړه چي يوسړي به دده لمسي امام حسين(رضي الله تعالي عنه)لره په شهادت رسوي.
نودده ددغه خوب له ليدلوڅخه پنځوس(۵۰)کاله وروسته په کربلاکښي حضرت امام حسين(رضي الله تعالي عنه)د یوه نفرله لاسه چي شمرنومېده اودپیس په مرض مبتلاوو  په شهادت ورسېدئ.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery