Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-04 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
زموږدنبي (ص) علم ترجبریل زیات ؤ !
علامه أبوالفضل
فتوی نمبر (۶۰۱) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مولوي نور محمد /کابل / افغانستان .
شيخ الحديث والتفسير جامع العلوم والفنون علامه أبوالفضل (دامت برکاته) ته او د بينوا پاڼي چلونکی قدرمند خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، له مولانا صاحب څخه ځما داسوال دی چي د امام غزالي رحمه الله په کتاب «کتاب التفکر» کی راغلي دي چي حضرت جبريل عليه السلام ځموږ تر نبي (صلی الله عليه وسلم) أعلم وو يعني په علم کي تر زيات وو ، دا خبره د شريعت له رويه څنګه ده ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترم مولوي صاحب ! دغه خبره د طريقت او شريعت د دواړو له مخي ناسمه خبر ده ، بلکي أصلي خبر داده چي حضرت جبريل (عليه السلام) ته ډير مقامات د علم، په برکت د صحبت د نبي (صلی الله علیه وسلم) حاصل سويدي ، جبريل (عليه السلام) په ټول عمر کښي نسي کولائ چي د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) د علم و څلرمي برخي ته ورسيږي .
نجمُ العِِرفان علامه أحمَدبن مُبارک په «کتابُ الابريز» کښي داسي ذکر کړيدي : «[لو عاش سیدنا جبريل مأة الف عام الی مأة الف عام الی ما لانهاية له ما ادرک ربعا من معرفة النبي (صلی الله عليه وسلم) ولا من علمه بربه تعالی ، وکیف يمکن أن يکون سيدنا جبريل أعلم وهو انما خلق من نور النبي (صلی الله عليه وسلم) فهو و جميع الملائکة بعض نوره (صلی الله عليه وسلم) .... ] » . والسلام
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ