Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-13 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په زوره خندا په لمانځه کښي ولي اودس ماتوي ؟
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۲۰۳) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : قاري محمد نعيم /جلال اباد /أفغانستان .
د أمت مسلمه و ستر رهنما أبوالفضل (حفظه الله) او د مذهب ، وطن او پښتو خادم خالد صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، الله پاک دی لازيات توفيق در په برخه کړی ، محترم مولانا صاحب ماته پدې باره کښي سخته سودا راولاړه سوېده چي په لمانځه کښي په خندا قهقهه سره په څه وجه اودس ماتيږي ؟ سره له دې چي اودس خو په اصل کی د نجس شي په وتلو سره ماتیږي ، او په خنده قهقهه کی خو خروج د نجاست وجود نلري !!! .
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره !اول خو شريعت و مسلمانانو ته په ټينګه دا هدايت کړئ دئ چي دوۍ بايد د شرعي أحکامو د حکمتو او علتو پلټنه ونکړي ، بلکي همدغه خبره بايد کافي وبولي چي : «شريعت پدې سره حُکم کړئ دئ» .
ځکه چي د شرعی أحکامو د علتو پلټنه د انسان د ايمان او عقيدې په ډيرو موادو کښي د نقصان سبب ګرځي ؛ ځکه د شريعت ډير داسي أحکام سته چي د هغه علت او حکمت نه شريعت بيان کړئ دئ او نه يې څوک بيانولائ سي .
د خندا قهقهه (په زوره خندا) په باره کښي په تیرو فتوا ګانو کښي هم د يوه ورور په جواب کښي موږ ډير ښه تفصيل کړئ دئ ، خو دلته دونه قدر درته ذکر کوم چي په لمانځه کښي د خندا قهقهه په وجه اودس ماتيدل ددې علت او سبب قهر او غضب د نبي (صلی الله عليه وسلم) دئ .
توضيح ددې خبري داده چي په يوه روايت کښي راغلي دي چي يو داسي سړئ چي په سترګو ضعيف ؤ و مسجد نبوي ته راغلئ دئ ، پداسي حال کښي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) او أصحابِ کرام د جماعت پر لمانځه باندي ولاړ وو ، په مسجد کښي يو کنده (غار) رقم ځائ ؤ ، دغه سړئ په هغه کښي وليويدئ ، نو پدې وجه صحابه ؤ وخندل ، نبي (صلی الله عليه وسلم) ددوۍ د خندا په وجه په غصه او غضب کښي سو او دوي يې زجرًا د اوداسه په کولو سره أمر کړل ، او بيا دغه حُکم جاري پاته سو .
ځموږ د امام أعظم ، امام المسلمين أبوحنيفه (رضي الله عنه) له مَسلک څخه ماسيوا نور درې سره امامان په لمانځه کښي په خندا قهقهه سره اودس مات نه بولي . او ځموږ په مذهب کښي هم خندا قهقهه په هغه لمانځه کښي د اوداسه ماتونکې ده چي رکوع او سجده پکښي موجوده وي ، نو پدې سبب د جنازې په لمانځه کښي که څوک وخاندي اودس يې نه ماتيږي .
[والحديث الوارد في هذا الباب هو مارواه الطبراني في معجمه بسنده عن حفصة بنت سيرين عن أبي العالية هن أبي موسی الأشعري رضي الله عنه قال : بينما رسول الله صلی الله عليه وسلم يصلي بالناس اذ دخلَ رجلٌ فتردی في حفرة کانت في المسجد ، وکان في بصره ضرر ، فضحک کثير من القوم وهم فی الصلاة فأمر رسول الله صلی الله عليه وسلم منْ ضحک أن يعيد الوضوء والصلاة .
وزيفه الخصــــوم بما ذکره البيهقي في الخلافيات أن الجماعة من الثقات رووه عن حفصة عن أبي العالية عن رسول الله صلی الله عليه وسلم مرسلا و لم يذکروا أباموسی ؟
والجواب عنه علی ما في البناية وغیرها أن المرسل مقبول عندنا لاسيما اذا أرسله ثقة ، وأبوالعالية کذلک ، مع أنه قد أسند من وجوه اخر فينبغي أن يقبل باعتضاده ، وروی الدارقطني عن أبي هريرة مرفوعًا : اذا قهقه اعاد الوضوء والصلاة . وزيفوه بأن في سنده عبدالعزيز بن حصين و عبدالکريم بن أبي أمية و هما ضعيفان ؟ والجواب عنه أنّ ضعفه ينجبر بالطرق الأخر ، وروی ابن عدي في الکامل عن بقية عن أبيه عن عمرو بن قيس عن عطآء عن ابن عمر مرفوعًا : مَنْ ضحک في الصلاة قهقهة فليعدِ الوضوء والصلاة ] .
والسلام .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ