مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په سلام کښي تر «وبرکاته» زيادت او دهغه حکم :

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۶۰۴) . 

 
مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 

مستفتي  :   محمد سعيد /نيويارک .

 

و شيخ الحديث والتفسير حضرت عاليمقام مولانا أبوالفضل (عمه فيضه الجاري) ته او دبينوا ادارې و مسؤل هادی صاحب ته نبوي تحفه وړاندي کوم ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته  . ځما پوښتنه له مولانا صاحب څه داده چی د سلام په جواب کښ تر ورحمة الله وبرکاته زياتوب څنګه دئ مثلا ووايي : ومغفرته  ؟  که مو جواب راکړ احسان به مو وی  .


 

الجواب و هو الملهم للصواب


محترمه وروره !  پدې باره کښي چي په سلام او د هغه په جواب کښي تر ورحمة الله وبرکاته اضافه توب او زيادت کول په «ومغفرته» او «ورضوانه» سره شرعًا څه حکم لري روايات مختلف دي  :
امام مالک (رحمه الله) په «موطأ» کښي له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت نقل کړئ دئ چي په هغه کښي  راغلي دي  : «انتهی السلام الی البرکة»  . یعني سلام پر  «برکاته» باندي مکمل او پوره ګرځي .
خو ددې پر خلاف بيا له حضرت أنس ، زيد بن أرقم او ابن عمر (رضي الله عنهم) څخه داسي روايات موجود دي کوم چي په هغو کښي تر «وبرکاته»  زيادت هم سوئ دئ ، که څه هم دغه روايات ضعيف بلل سويدي خو په مجموعي ډول دا ورڅخه ثابتيږي چي په سلام کښي تر «وبرکاته» زياتوب مشروع  کار دئ  .

 خلاصه دا چي په سلام يا د سلام په جواب کښي تر وبرکاته وروسته زيادت ، او «و مغفرته ورضوانه» ويل  مشروع  او ثابت دئ    .

[قال حافظ ابن الحجر رحمه الله : وهذه الأحاديث الضعيفة اذا انضمت قوي مااجتمعت عليه من مشروعية الزیادة علی «وبرکاته»  ] . (موطأ کتاب السلام / شعب الايمان باب في رد السلام /فتح الباري ۱۱ــ ۷ ) .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery