مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

سلام د محمدي أمت خصوصيت دئ :

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۶۰۵) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  محمد علي   /ايران   .

 

له عاليقدر علامه أبوالفضل (دامت برکاته) څخه زه يوه پوښتنه لرم هيله کوم چي په جواب سره مو ونازوي ، هغه دا چي ما له علماؤ څخه اوريدلي دي چي سلام اچول د همدغه محمدي امت خصوصيت دئ ، خو بيا مي د صحيح البخاري په يو پشتو ترجمه کی دا حديث تر نظر تير سو چي کله چي الله پاک حضرت آدم (عليه السلام) پيدا کړ نو ورته ويې فرمايل چي ورسه د ملايکو ودغي ټولۍ سلام ورواچوه او غوږ ورته ونيسه چي دوۍ په جواب کی څه درته وايي ، نو دا ستا او ستا د اولادې سلام دی .
نو ددغه حديث او مخکنۍ خبري په منځ کي خو ټکر وجود لري حل يې څه دی  ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب


محترمه وروره ! دواړي خبري بالکل صحيح دي او په حديث ثابتي دي ، خو په ظاهره چي کوم منافات او تضاد ددوۍ په منځ کښي سته   د هغه دفع اسانه ، هغه دا چي په حديث د آدم کښي د «ذرية» له لفظ څخه چي اولادې ته ويل کيږي عام اولاد د آدم (عليه السلام) نه دئ مراد ، بلکه صرف د محــــــــــمدي أمــــــت مسلمان اولاد مراد دئ .
او ددې وجه هم همدغه ده چي په متعدد رواياتو سره دا ثابته ده چي سلام د أمت محمدي خصوصيت دئ ، لکه چي امام بخاري په «الأدب المفرد» او امام ابن ماجه په «سنن» کښي له حضرت عايشې (رضي الله عنها) څخه مرفوعًا دا روايت نقل کړئ دئ چي په هغه کښي دا توري راغلي دي : «ما حسدتکم اليهود علی شئ ما حسدوکم علی الاسلام والتأمين»  .
يعني پر هيڅ شي باندي يهود له تاسي سره دومره حسد او بغض نکوي لکه څونه چي له تاسي پر سلام او امين ويلو باندي حسد کوي  .

دارنګه امام مسلم له حضرت أبوذر (رضي الله عنه) څخه يو مرفوع روايت نقل کړئ دئ چي په هغه کښي داسي راغلي دي : «فکنتُ أول منْ جآء بتحية الاسلام» .  يعني نو زه اول د هغه چا يم چي د سلام په تحفې سره مي راتګ کړئ دئ  .
درانګه په يو بل روايت کښي ډير په تصريح سره فرمایل سويدي چي : «جعلَ الله السلام تحية لأمتنا ، و أمانًا لأهلِ ذمتنا»  .  يعني الله پاک ګرځولئ دئ سلام تحفه ځموږ د أمت دپاره ، او ګرځولئ يې دئ د أهل ذمه دپاره امان .
[ارشاد الساري : ۱۳ ـ ۲۲۹ /فتح الباري : ۱۱ ـ ۵/ الأدب المفر للبخاري في فضل السلام / ابن ماجة في کتاب اقامة الصلاة والسنة فيها ، باب الجهر بآمين / صحيح مسلم بتغيير ، کتاب فضآئل الصحابة/ شعب الايمان ، باب في مقاربة و موادة اهل الدين] . 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery